اقتصاد

د سپما ګروپونه د افغان کلیوالو بې وزلو ترمنځ د غربت تشه راکموي

د نړیوال بانک ګروپ

د اوړو میدولو دا ماشین د هغو پیسو په قرض رانیول شوی دی چې د کلیو د سپما او قرضونو ورکولو د اتحادیې (VSLA) له خوا پېرودل شوی وو. اوس ټول کلیوال خپل غنم دې ماشین ته راوړي چې پرې اوړه یې کړي. [رومي مشورتي اداره/نړیوال بانک]

د اوړو میدولو دا ماشین د هغو پیسو په قرض رانیول شوی دی چې د کلیو د سپما او قرضونو ورکولو د اتحادیې (VSLA) له خوا پېرودل شوی وو. اوس ټول کلیوال خپل غنم دې ماشین ته راوړي چې پرې اوړه یې کړي. [رومي مشورتي اداره/نړیوال بانک]

انجیل ولسوالي، هرات ولایت، افغانستان -- ۴۸ کلن غلام نبي د یوه فلزي ستل لاستی په خپلو تڼاکو شويو لاسونو نیسي او له غنمو نه یې را ډکوي. هغه دانې د ژرندې په ډول کې وراچوي، او کلکې دانې په ښایسته اوړو باندې بدلېږي. د برقي جنرېټر شور د کلي چوپتیا ماتوي. د ژرندې ماشین سره نژدې، ماشومان په اوبو کې لوبې کوي او تر ونو لاندې ارام کوي.

غلام نبي دغه ژرنده یوازې څو میاشتې مخکې په هرات ولایت کې په انجیل ولسوالۍ کې په خپل کلي کې جوړه کړه. هغه د اوړو د ژرندې ماشینونه په هغو پیسو واخیستل چې د کلي د سپما او قرضونو ورکولو د اتحادیې (VSLA) له خوا ورکول شوې وې. هغه وویل، «مخکې له دې چې زه د اوړو د ژرندې ماشین واخلم، ما کار نه درلود او له مشکلاتو سره مخامخ وم. د خدای فضل وو، ما د کلیو د سپما او قرضونو ورکولو اتحادیې نه قرض واخیست او د اوړو دا ماشین مې پرې جوړ کړ. اوس زه ژرنده چلوم او دوه نور کسان مې هم له ځان سره په کار بوخت کړي دي.» ټول کلیوال خپل غنم د هغه ژرندې ته ور وړي چې اوړه یې کړي.

د هغه له ژرندې نه په لږه فاصله کې، د نقرې د کلیو د سپما او قرضونو ورکولو د اتحادیې غړي په یوه کور کې د یوه منظم مجلس لپاره سره راټول شوي دي. لومړی، د سپما ګروپونه، چې د کليو د سپماوو او قرضونو ورکولو اتحادیه (VSLA) جوړوي، له هر غړي څخه په اونۍ کې ۲۰ افغانۍ (شاوخوا ۰.۰۳۰ آمریکایي ډالره) ټولوي. دغه اونیزې سپماوې دوی ته دا وړتیا ورکوي چې په راتلونکي وخت کې یو پور راوباسي.

د غړیتوب د پیسو له راټولونو څخه وروسته، غړي د ټولنې د ستونزو، بریالیتوبونو او احتمالي پروژو په هکله خبرې اترې کوي. د نقرې د کلي د سپماوو او قرضونو ورکولو د اتحادیې مشر ۵۸ کلن عبدالغفور وویل، «دغې اتحادیې خلک دې ته برابر کړي دي چې سره یو لاس شي او خپلې ستونزې په داسې جرګه کې د شریکولو له لارې په چټکۍ سره حل کړي.»

د نقرې د کلیو د سپما او قرضونو ورکولو د اتحادیې (VSLA) غړي د یوه منظم مجلس لپاره په یوه کور کې سره راټول شوي دي. لومړی، د سپما ګروپونه (SGs)، چې د کلي د سپماوو او قرضونو ورکولو اتحادیه (VSLA) جوړوي، له هر غړي څخه په اونۍ کې ۲۰ افغانۍ (تقریباً ۰.۰۳۰ آمریکایي ډالره) ټولوي. دغه اونیزې سپماوې دوی ته دا وړتیا ورکوي چې په راتلونکي وخت کې یو پور راوباسي. [رومي مشورتي اداره/ نړیوال بانک]

د نقرې د کلیو د سپما او قرضونو ورکولو د اتحادیې (VSLA) غړي د یوه منظم مجلس لپاره په یوه کور کې سره راټول شوي دي. لومړی، د سپما ګروپونه (SGs)، چې د کلي د سپماوو او قرضونو ورکولو اتحادیه (VSLA) جوړوي، له هر غړي څخه په اونۍ کې ۲۰ افغانۍ (تقریباً ۰.۰۳۰ آمریکایي ډالره) ټولوي. دغه اونیزې سپماوې دوی ته دا وړتیا ورکوي چې په راتلونکي وخت کې یو پور راوباسي. [رومي مشورتي اداره/ نړیوال بانک]

د کلي د سپماوو او قرضونو ورکولو اتحادیه (VSLA) د افغانستان د کلیوالي تشبثاتو د پرمختیایي پروګرام (AREDP) د فعالیتونو مستقیمه نتیجه ده. د افغانستان د کلیوالي تشبثاتو پرمختیایي پروګرام (AREDP) چې په ۲۰۱۰ کال کې پيل شوی د کلیو د بیارغونې او پراختیا د وزارت یو پروګرام دی، او هدف یې دا دی چې د کلیوالو سړیو او ښځو لپاره کاري فرصتونه او عواید زیات کړي او د سپماوو په ګروپونو، د کلي د سپما او قرضونو ورکولو اتحادیو (VSLAs)، او د تشبثاتو ګروپونو (EGs) کې د بې وزلو کلیوالو په تنظیمولو سره اقتصادي خوځښت او فعالیتونو ته وده ورکړي.

دا پروګرام دغو ګروپونو ته تخنیکي ملاتړ برابروي چې د سپماوو او داخلي پور ورکولو په عملیاتو کې مالي ډسپلین جوړ کړي. د افغانستان د کلیوالي تشبثاتو پرمختیایي پروګرام (AREDP) له نړیوالې پرمختیایي ټولنې (IDA)، د غریبوهېوادونو لپاره د نړیوال بانک د ګروپ مالي صندوق، او د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق (ARTF) څخه مالي ملاتړ ترلاسه کوي.

له خپلو سرچینو څخه استفاده وکړئ

د افغانستان د کلیوالي تشبثاتو پرمختیایي پروګرام (AREDP) له ۲۰۱۰ کال راهیسې د هرات ولایت په انجیل، ګوزاره، کروخ او رباط سنګي ولسوالیو کې فعالیت کوي. دغه پروګرام له کلیوالي ټولنو سره کار کوي او هغوی دې ته تشویقوي چې د سپماوو او د تشبثاتو ګروپونه جوړ کړي. د سپماوو رسېدلي یا پاخه ګروپونه بیا اته او لس ګروپونه سره یوځای کیږي او د کلي د سپما او قرضونو ورکولو اتحادیه (VSLA) جوړوي. هغه همدارنګه په کلیوالي سیمو کې کوچنیو او د منځنۍ کچې تشبثاتو ته تخنیکي ملاتړ برابروي. د افغانستان د کلیوالي تشبثاتو پرمختیایي پروګرام (AREDP) تر ۱۲۲ کلي تر پوښښ لاندې نیسي چې هغوی ۱۱۲۸ د سپماوو فعال ګروپونه تشکیل کړي دي.

د افغانستان د کلیوالي تشبثاتو پرمختیایي پروګرام (AREDP) خلک دې ته تشویقوي چې له خپلو سرچینو څخه کار واخلي، چې دغه کار له هغوی سره مرسته کړې ده چې د ژوند معیشت او داسې کاري فرصتونه رامنځته کړي چې ښایي له دې پرته یې نه لرلی. یوه ۳۲ کلن کلیوال سید اسماعیل وویل، «دا چې زه معیوب یم، دا زما لپاره سخته وه چې وظیفه پیدا کړم او د ژوند خرڅ ترې ترلاسه کړم. له نېکه مرغه، ما وکولی شوای چې د کلي د سپما او قرضونو ورکولو اتحادیې څخه یو پور ترلاسه کړم او د تېلو او نفتو یو کوچنی دوکان پرې جوړ کړم.»

هغه وویل، «د افغانستان د کلیوالي تشبثاتو پرمختیایي پروګرام (AREDP) د هغو کلیو په خلکو کې چې هغه په کې فعالیت کوي د مالي سپماوو یو دود رامنځته کړی او وده یې ورکړې ده،»

یو بل کلیوال چې د کلي د سپما او قرضونو ورکولو د اتحادیې له پور څخه یې ګټه اخیستې ده غلام رسول دی چې ۴۵ کاله عمر لري او له خپل کور سره نژدې یې د سودا یو دوکان پرانستی دی. هغه وویل، «ټول کلیوال زما مشتریان دي او د سودا اخیستلو لپاره زما دوکان ته راځي. پخوا هغوی مجبور ول چې د سودا اخیستلو لپاره یوه بل کلي ته لاړ شي، چې د موټر یو ساعت او د خره څلور ساعته مزل وو.»

د افغانستان د کلیوالي تشبثاتو د پرمختیایي پروګرام (AREDP) د معلوماتي سیستمونو یوه مدیر مسعود نورزاد وویل، «زمونږ هدف دا دی چې کاري فرصتونه رامنځته کړو او د کلیوالو عواید زیات کړو. کله چې مونږ په هرات کې خپل کار شروع کړ، مونږ به د هر کلیوال دروازه ورټکوله او د خپلو فعالیتونو د ګټو په هکله به مو ورسره خبرې کولې.» هغه وویل، نن ورځ ولسي خلکو له خپلو سپماوو څخه د سپما د ګروپونو او د کلي د سپما او قرضونو ورکولو د اتحادیو له لارې ۴۷ میلیونه افغانۍ (تقریباً ۶۸۰.۰۰۰ آمریکایي ډالره) د کار دوران ته وراچولې دي.

[د نړیوال بانک ګروپ د هغو مقرراتو او شرایطو په پام کې نیولو سره چې د هغه په وېب سایټ http://www.worldbank.org/terms کې یاد شوي دي له دې موادو څخه د استفادې اجازه ورکوي.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هیله ده چې د داسې ګروپونو د جوړولو په هکله مونږ ته معلومات راکړئ.‌

ځواب ورکړئ