ديپلوماسي

افغانانو د ایرانیانو د لاسوهنې د بندولو غوښتنه وکړه

د سلیمان راپور

د افغان امنیتي قوې یو غړی د اکتوبر په ۴ مه په هرات کې د تلاشۍ په یوه پوسته پیره کوي.‌ [عارف کریمي/ای اېف پي]

د افغان امنیتي قوې یو غړی د اکتوبر په ۴ مه په هرات کې د تلاشۍ په یوه پوسته پیره کوي.‌ [عارف کریمي/ای اېف پي]

کابل -- له طالبانو سره د ایران د ملاتړ په هکله وروستۍ موندنې افغان قانون جوړوونکیو او د مدني ټولنې غړو ته خبرداری ورکوي او افغان حکومت یې دې ته هڅولی چې د دولت د ټولو دښمنانو پر ضد ګام واخلي.‌

د افغانستان لپاره د ایران سفیر محمد رضا بهرامي په وروستیو وختونو کې اعتراف وکړ چېایران د طالبانو تحریک سره اړیکې لري.‌

دغه اعتراف وروسته له هغه وشو چې د ایران رژیم او د ایران د انقلابي ګارډ ځواک پرله پسې له دې څخه انکار وکړ چې هغوی د اورپکو دغه ګروپ ته مالي او وسله وال ملاتړ برابروي.‌

د افغانستان د پارلمان غړي او ځایي حکومتي مشران وایي،‌ د ایران او د طالبانو له روابطو څخه انکار نشي کېدلی، ځکه چې له کلونو کالونو راهیسې داسې شواهد موجود دي چې دغه اړیکې تاییدوي.

په وروستیو کلونو کې، افغان امنیتي پرسونل په پرله پسې ډول له ایران سره په پوله په افغان لوري کې د ایراني مهماتو موندل اعلان کړي دي.‌

تحلیلګران وایي،‌ نور شواهد ښيي چې د طالبانو د هغه وخت لوی مشر ملا اخترمحمد منصور چې د می په میاشت کې په پاکستان کې ووژل شو، د راپورونو له مخې ایران ته له سفر څخه بېرته را روان وو.‌ پاکستاني مقاماتو د هغه په پاسپورټ کې یوه ایرانۍ وېزه وموندله.‌

د افغانستان د قلمرو خوندي کول

د افغانستان د دفاع وزارت وایي هغوی به ټول موجود ځواک د دې لپاره وکاروي چې د افغانستان دښمنان او د هغوی ملاتړی پرې له منځه وېسي.‌

د دفاع وزارت یوه ویاند جنرال محمد رادمنش سلام ټایمز ته وویل، «مونږ به د ایران یا د هر بل هېواد پر ضد چې زمونږ پر ضد وسلې را اخلي له هېڅ راز هڅو نه لاس وا نه خلو.»

هغه وویل،‌ «دا د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو وجیبه او مسؤلیت دی چې د افغان قلمرو له بشپړتیا څخه دفاع وکړي او خوندي یې کړي او د افغانانو امنیت یقیني کړي،»‌

هغه وویل،‌ «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه په ټولو حالاتو او شرایطو کې د دې لپاره تیار دي چې د طالبانو او د هغوی د ملاتړو پر ضد د افغانستان د خاورې له انچ انچ څخه دفاع وکړي،»‌

د افغانستان د پارلمان د نړیوالو اړیکو د کمېټې یوه چارواکي ذکریاخان ذکریا وویل،‌له طالبانو سره د ایران اړیکې د افغانستان له ملي تمامیت څخه سرغړونه ده.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «د ټولو نړیوالو قوانینو او په نړیواله کچه منل شویو اساساتو په اساس، د طالبانو له ترهګرې ډلې څخه د ایران ملاتړ مردود دی او مونږ یې غندو،»‌

د ایران په وړاندې یو روښانه سیاست

ذکریا په افغان حکومت او امنیتي ځواکونو تاکید وکړ چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایران د لاسوهنې د مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخلي.‌

هغه وویل،‌ «که حکومت د ایران په وړاندې خپله پالیسي روښانه نه کړي او د ایراني لاسوهنې پر ضد یو چټک او قاطع ځواب ورنه کړي، افغانستان به لا نور نا امنه او بې ثباته شي،»‌

هغه زیاته کړه،‌ «افغانستان د نړیوال سیستم برخه دی. له ترهګرۍ څخه د ایران ملاتړ او د طالبانو ترهګرې ډلې ته د نظامي تجهیزاتو او وړتیاوو برابرول په نړیوال نظام کې د ګډوډۍ معنی ورکوي. له دې امله،‌ نړیواله ټولنه باید د مسؤلیت احساس وکړي او په افغانستان کې د ایران له خوا د ترهګریزو فعالیتونو د ترسره کېدا مخه ونیسي.»‌

د نیمروز ولایت یوه سناتور محمد نادر بلوچ ومنله چې د ایران په وړاندې یوه روښانه سیاست ته ضرورت دی.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «یو وخت ایران طالبان د یوه ترهګر ګروپ په توګه پېژندل.‌ خو اوس داسې لیدل کیږي چې ایران په ښکاره له ترهګرو سره لاس یو کوي او د ترهګرۍ ملاتړ کوي.»‌

هغه وویل، «د ایران رژیم په چاربورچک او خاشرود ولسوالیو کې چې دواړه له ایران سره سرحد لري طالبانو ته لوجیستیکي ملاتړ برابروي،»

بلوچ وویل، «مونږ پخوا لیدلي او بیا هم وینو چې طالبانو په نیمروز، فراه او هرات ولایتونو کې ایران جوړې وسلې او د عرادو ضد ماینونه کارولي دي.‌ دا ټول په افغانستان کې د ایران شیطاني او مخربانه هدفونه ښیي.»

هغه وویل،‌ «مونږ په جدي توګه له حکومت څخه غواړو چې مخکې له دې چې ایران د افغانستان لوېدیځ ولایتونه د ترهګرۍ لپاره د طالبانو په مرکزونو بدل کړي، له افغانستان نه د ایران لاسونه لنډ کړي،»‌

تاریخ به د ایران په هکله قضاوت وکړي

په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال حسن عزیزي وویل،‌ په افغانستان کې د ایران لاسوهنه داسې مخربانه ده لکه څنګه چې د داعش،‌ طالبانو او القاعدې د ترهګروو ډلو لاسوهنې دي.

هغه سلام ټایمز ته په داسې حال کې، چې ویل یې په افغانستان کې به د ایران پر ضد احتجاجونه ترتیب کړي،‌ وویل،‌ «زه د افغان مدني ټولنې په استازیتوب، په افغان حکومت او د متحده ایالاتو، ناټو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ګډون د هغه په ستراتیژیکو متحدانو تاکید کوم، چې څومره ژر چې کېدای شي په افغانستان کې د ایران د تخریبي او ترهګریزو فعالیتونو مخه ونیسي.»

هغه وویل،‌ «طالبان د نړۍ د ټولو عصري معیارونو مخالف دي.‌ هغوی بشري حقونه، دیموکراسي،‌ د ښځو حقونه او نړیوال بشري قانون نه مني.‌ له داسې یوه ګروپ نه د ایران ملاتړ د دغو ټولو ارزښتونو پر ضد بشپړه بې اعتنایي ده.»

هغه وویل،‌ «تاریخ به د ایران په هکله قضاوت وکړي.»

حکومت باید د اړتیا وړ ګامونه واخلي

د پکتیکا ولایت پخواني والي محب الله صمیم وویل،‌ «که له طالبانو سره د افغانستان د ګاونډیانو،‌ په ځانګړې توګه د ایران ملاتړ نه وای،‌ دا ډله به نه وه توانېدلې چې د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد حتی یوه اونۍ نوره جګړه وکړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «دا په دې معنی چې زمونږ ګاونډیان زمونږ په هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي د دوام سببونه دي،»

صمیم وویل، «دا چې ایراني مقاماتو په رسمي توګه له طالبانو سره د اړیکو لرل تایید کړي دي، دا اوس د افغان حکومت وظیفه ده چې د ایران پر ضد د اړتیاوړ ګامونه واخلي،»

د بهرنیو چارو د وزارت یوې سرچینې سلام ټایمز ته وویل، افغان حکومت به دا مسئله له دپلوماتیکو لارو تعقیب کړي او،‌ که ضرورت شي،‌ دا موضوع به په ملي کچه د بحث او پرېکړې لپاره وړاندې کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران او پاکستان دواړه د ترهګرۍ ملاتړ کوي او افراطیت او ترهګرۍ ته په ګډه سره انکشاف ورکوي.‌ دا هر چا ته روښانه ده چې اسلام اباد،‌ زاهدان،‌ زابل، پېښور، او کویټه د طالبانو د روزنې، تجهیز، او سمبالولو لپاره خوندي ځایونه دي.‌

ځواب ورکړئ