امنیت

په ننګرهار کې د کوکنارو د کرنې پر وخت د دغه فصل اړول پیل شول

د خالد زېري راپور

په تېرو کلونو کې، د ننګرهار چارواکو په داسې وخت کې د کوکنارو فصلونه خرابول چې بزګرانو به د اپین ټولول پیل کړل. سږکال، هغوی د کوکنارو خرابول د کرنې پر وخت پیل کړل چې بزګرانو ته وخت په لاس ورشي چې پرځای یې بل فصل وکري. [خالد زېری]

ننګرهار -- د ننګرهار ولایتي چارواکي د کوکنارو د کرنې پر ضد له یوې نوې طریقې څخه کار اخلي.

په تېرو کلونو کې، چارواکو په داسې وخت کې د کوکنارو د فصلونه د خرابولو کمپاین پیلاوه چې بزګرانو به د اپین ټولول پیل کړل. سږکال، هغوی کوکنارو د کرنې پر وخت خرابوي چې بزګرانو ته وخت ورکړي چې بل فصل وکري او د بزګرانو اقتصادي زیانونه کم کړي.

د نشه ییزو توکو پرضد د مبارزې د وزارت په وینا، په ۲۰۱۶ کال کې بزګرانو په ننګرهار ولایت کې په ۱۴۰۰۰ هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرلي وو، په داسې حال کې چې افغان ځواکونو د هغه فصل یوازې ۲۰٪ خراب کړ.

صفر ته د کوکنارو د فصل راوړل

د ځایي چارواکو په وینا، وروستي کمپاین، چې د ډسمبر په ۱۷مه پیل شوی، تر اوسه پورې په ننګرهار کې له ۵۰۰ جریبه څخه په ډېره ځمکه کرل شوي کوکنار اړولي او دا پروسه لا دوام لري.

فقیرالله، چې ۶۰ کاله عمر لري، د ډسمبر په ۱۷ مه په سرخرود ولسوالۍ کې د بدیل فصل په توګه د غنمو تخم شیندي. افغان عسکرو په ډسمبر کې د هغه کوکنار ویجاړ کړل. [خالد زېری]

فقیرالله، چې ۶۰ کاله عمر لري، د ډسمبر په ۱۷ مه په سرخرود ولسوالۍ کې د بدیل فصل په توګه د غنمو تخم شیندي. افغان عسکرو په ډسمبر کې د هغه کوکنار ویجاړ کړل. [خالد زېری]

د سرخرود ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالرحمان خلیلزی د ډسمبر په ۱۷ مه په ننګرهار ولایت کې په خپله ولسوالۍ کې د ټرېکټر په وسیله د کوکنارو پټي اړوي. [خالد زېری]

د سرخرود ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالرحمان خلیلزی د ډسمبر په ۱۷ مه په ننګرهار ولایت کې په خپله ولسوالۍ کې د ټرېکټر په وسیله د کوکنارو پټي اړوي. [خالد زېری]

د سرخرود ولسوال سید علي اکبر سادات سلام ټایمز ته وویل، «په تېرو کلونو کې، کمپاین هغه وخت پیلېده چې اپین به ټولولو ته تیار شو. په دغسې وخت کې، بزګرانو نه بل فصل کرلی شوای او نه یې بله لاره لرله.»

هغه وویل، «سږکال بهتر وو ځکه چې مونږ د کوکنارو له کرنې څخه یوازې څو ورځې وروسته کمپاین پیل کړ، او مونږ ولیدل چې بزګرانو ته ډېر تاوان نه ور رسیږي ځکه چې هغوی کولی شي چې غنم یا بل فصل وکري،»

هغه وویل، د دغې نوښتګرې طریقې په نتیجه کې، د کوکنارو ضد کمپاین «ښه روان دی، او زه ژمنه کوم چې سږ کال به مونږ په سرخرود ولسوالۍ کې د کوکنارو فصل صفر ته راکم کړو.»

سادات وویل، بزګران د ولسوالۍ په ډېرو برخو کې سبزیجات کري، او هغه د غنمو او جوارو په نسبت هغوی ته ګټورثابت شوي دي.

هغه وویل، «مونږ بزګرانو ته سره او نور وسایل وېشلي دي چې هغوی وکولی شي چې په خپلو پټیو کې خواړه تولیدوونکي فصلونه وکري،»

سادات وویل،«خو تر اوسه پورې، یو شمېر بدبختان شته چې هڅه کوي چې دا ناروا بوټی وکري او پیسې ترې ترلاسه کړي، دا په داسې حال کې ده چې حتی ۲٪ ګټه یې هم بزګرانو ته په لاس نه ورځي،»

طالبان په سپین سترګۍ سره بزګران دې ته مجبوروي چې کوکنار وکرياو بیا په عملي توګه د نشه ییزو توکو له قاچاق څخهټولې پیسې هغوی ترلاسه کوي.

سادات وویل، «له یوې خوا، بزګران د کوکنارو په کرلو سره ځانونه ګناګاروي، او بلې خواته بیا د خپلو بچیانو لپاره نامشروع ګټه ترلاسه کوي،»

کوکنار په بل قېمتي فصل باندې اړول

۶۲ کلن فقیرالله په سرخرود ولسوالۍ کې ولیدل چې حکومت د هغه کوکنار واړول خو په دې یې خوښي څرګنده کړه چې حکومت له بزګرانو سره مرسته کوي چې د کوکنارو په عوض نورفصلونه وکري.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه د کوکنارو د کرلو له امله سخت پښېمان یم. مونږ نور کوکنار نه کرو.»

هغه وویل، دا ښه وو چې حکومت کوکنار د شنه کېدلو پر وخت د وخته خراب کړل ځکه چې هغه وکولی شوای چې سمدلاسه غنم په کې وشیندي.

هغه وویل، «ما یوازې د سرې تاوان وکړ، خو که هغوی کوکنار د رسېدلو په وخت کې اړولي وای، ماته به ډېر زیات تاوان را اوښتی وای،» هغه تاکید وکړ چې هغه به بیا کوکنار ونه کري، «زه له حکومت سره وعده کوم چې بیا به یې ونه کرم.»

هغه وویل، امنیتي ځواکونو د هغه په ګاونډ کې د نورو خلکو کوکنار هم خراب کړل.

فقیرالله وویل، «اوس له دې امله چې حکومت کوکنار خراب کړل، بزګران ترکارۍ ... او ځینې بزګران غنم او جوار کري. کله چې ترکارۍ ورسېږي، مونږ به وکولی شو چې له خپلو ګاونډیانو نه یې ارزانه واخلو.»

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې نوره مرسته هم وکړي ځکه چې محلي خلک غریب دي. هغه وویل، «د هغوی مرسته باید مونږ ته له وهنې شکونې څخه پرته را ورسېږي. دا زمونږ حکومت دی، مونږ یې ملاتړ کړی، او مونږ یې ملاتړ کوو.»

د کوکنارو ضد هڅې روانې دي

د ننګرهار ولایت د نشه ییزو توکو پرضد د مبارزې رییس محمد ادریس ساپي وویل، تازه کمپاین په ۸ ولسوالیو کې روان دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په خوګیاڼو، شېرزادو، سرخرود، دره نور، اچین، غني خېل، بټي کوټ او حصارک ولسوالیو کې تر ۵۰۰ جریبو پورې د کوکنارو فصلونه واړول،»

هغه وویل، «د سږ کال کمپاین به تر هغه وخته پورې دوام وکړي څو چې مونږ په ټولو هغو سیمو کې کوکنار له منځه وېسو چې لاس مو ور رسېږي،»

ساپي وویل، «د تېرې میاشتې په بهیر کې، مونږ ۴۰ تنه هغه بزګران ونیول چې په خپلو ځمکو باندې یې کوکنار کرلي ول، او ... مونږ له بزګرانو څخه لیکلې وعدې واخیستې چې نور به هغوی کوکنار نه کري. که بیا یې هم وکري، هغوی به زندان ته ولېږل شي.»

حکومت د بدیل معیشت په برابرولو کار کوي

ساپي وویل، «په را روان ۲۰۱۸ کال کې به د ملګرو ملتونو په مرسته په ننګرهار ولایت کې د ۲.۲ میلیاردو افغانیو په ارزښت پروژې تطبیق شي،»

هغه وویل، «دا پروژې به د بزګرانو له خوا انتخابیږي چې هغوی ترې ګټه واخلي او په خپلو پښو ودرېږي. دا یو ښه پروګرام دی، او د دې تطبیق به د بزګرانو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500