اقتصاد

د ننګرهار بزګران د کوکنارو پرځای د ګلابو کرلو ته مخه کوي او د طالبانو د تمویل مخه نیسي

د خالد زېري راپور

په ننګرهار ولایت کې بزګرانو د کوکنارو د ناقانونه بوټي د کرلو پرځای یو ګټور بدیل پیدا کړی دی. کوکنار طالبان او نور اورپکي، چې د کوکنارو سوداګري کوي، تمویلوي. [خالد زېری]

ننګرهار -- په ننګرهار ولایت کې بزګرانو د کوکنارو د ناقانونه بوټي د کرلو پرځای یو ګټور بدیل پیدا کړی دی. کوکنار طالبان او نور اورپکي، چې د کوکنارو سوداګري کوي، تمویلوي.

د سره رود په فتح اباد کلي کې خواوشا ۱۵ تنه بزګران په خپله ځمکه کې ګلابونه کري، چې دا کار هغوی ته ښه عاید برابروي او د فصل په ټولولو کې د مرستې لپاره نور کسان هم په کار اچوي.

موسی خان، چې ۶۲ کاله عمر لري، وویل، «مونږ له ۵ کالو راهیسې دا ګلابونه کرو. تر دې مخکې، ما کوکنار کرل، خو زه ګورم چې دا ګلابونه له کوکنارو څخه ډېرې پیسې کوي.»

موسی خان وویل، هغه ګلابونه په عمده پېرودونکو باندې په ښه قېمت خرڅوي. هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه له یوه جریب ځمکې څخه په یوه فصل کې له ۷۰ زرو څخه تر ۱۰۶ زرو افغانیو پورې ترلاسه کوم،»

یو افغان بزګر د وري په ۲۶ مه د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په فتح اباد کلي کې ګلاب ټولوي. [خالد زېری]

یو افغان بزګر د وري په ۲۶ مه د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په فتح اباد کلي کې ګلاب ټولوي. [خالد زېری]

هغه وویل،‌«کوکنار ناروا بوټی دی.‌هغه په دنیا او اخرت دواړو کې د زیان سبب کیږي. زه وایم چې...د حلال فصل کرل به ستاسو اخرت نه خرابوي.»

یارمحمد حصارکي، چې ۳۴ کاله عمر لري او د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وویل، هغه په ۱۰ جریبه ځمکه باندې ګلابونه کرلي دي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په یوه فصل کې ۲۰۰۰ کیلوګرامه ګلابونه راټولوو، چې بیا یې د ګلابو د عطر په فابریکه باندې خرڅوو،» او زیاته یې کړه چې هر بوټی په یوه فصل کې لس ځلې ګلان نیسي.

هغه وویل، «په یوه فصل کې له مونږ سره له ۳۰ څخه تر ۵۰ پورې مزدوران کار کوي... او له بوټو څخه ګلان راټولوي،»

په دغه ولایت کې په پراخه کچه د کوکنارو له کرنې څخه مخ اړونه د یاد وړ خبره ده.‌

د ننګرهار د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې ریاست رییس محمد ادریس ساپي سلام ټایمز ته وویل، «تېر کال په ننګرهار کې په ۱۷۰۰۰ هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي ول، په داسې حال کې چې سږ کال زمونږ ابتدایي سروې ښیي چې دغه سطحه ۳۵٪ راښکته شوې ده، او که خدای کول، هغه به نوره هم راټیټه شي،»

د ګلابو عطر

په ننګرهار کې د ګلابو د عطر دوه فابریکې کار کوي چې له ځایي بزګرو څخه ګلاب اخلي؛ یوه په جلال اباد کې ده او بله په دره نور ولسوالۍ کې.

په جلال اباد کې د اورځلا د عطرو د فابریکې مالک،‌ عبدالله ارسلا وویل، «خواوشا ۱۶۰۰ بزګرانو د ننګرهار ولایت په ۵ ولسوالیو کې ګلابونه کرلي دي،‌ او مونږ په هر فصل کې له هغوی نه ګلابونه اخلو،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «داسې بزګران شته چې په یوه فصل کې له یوه جریب ځمکې څخه تر ۱۲۷۰۰۰ افغانیو پورې ګټه ترلاسه کوي، او هغوی دغه ګلاب په مونږ خرڅوي،»

ارسلا وویل، فابریکه یې د تقطیر له لارې له ګلابو څخه مهم تېلونه راوباسي. نوموړي وویل، «مونږ خالص د ګلابو عطر په جرمني کې خرڅوو، او د ګلابو اوبه دلته خرڅوو.»

هغه وویل، «مونږ دا کار په ۲۰۰۳ کې پیل کړ. په پیل کې، خلکو فکر کاوه چې مونږ لېوني یو، خو اوس مونږ یو ښه کاروبار لرو.»

د اورځلا نیچرلز فیسبوک پاڼې د معلوماتو په اساس، اوس دغه شرکت په جلال اباد او کابل کې پلورنځي لري او پلان لري چې یو بل په کندهار کې پرانیزي. دا شرکت د ګلابو او نارنجو د ګلانو د اوبو، شاتو، چایو، د زیتون تېلو او طبیعي زبېښل شویو تېلو په شمول، د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه د ښه کیفیت طبیعي خوړو او د تندرستۍ تولیداتو کې تخصص لري.

ارسلا وویل، اورځلا غواړي چې د ګلابو کرنه د ننګرهار نورو ولسوالیو ته پراخه شي چې نور افغان بزګران وکولی شي چې له دغه تجارت څخه ګټه ترلاسه کړي او د کوکنارو کرنې ته شا واړوي.

د کوکنارو د سوداګرۍ په وړاندې مبارزه

د ننګرهار د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې ریاست په دې کار کوي چې د کوکنارو کرنه ودروي او له بزګرانو سره مرسته وکړي چې بدیل بوټي وکري.

د دغه ریاست رییس ساپي وویل، ګلاب د عوایدو یوه ښه بدیله سرچینه ده.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ هڅه کوو چې د کوکنارو د بوټو د کرنې پرځای بدیلې پروژې تطبیق کړو. ګلابو ته وده ورکول د دغو هڅو یوه مهمه برخه ده.»

هغه وویل، «مونږ به د بزګرانو لپاره پروژې تطبیق کړو، او هغوی ته به فرصتونه برابر کړو،»

ساپي د وري په نیمایي کې سلام ټایمز ته وویل، «په سره رود، خوګیاڼو، روداتو، مومند دره، ګوشته او دره نور ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د نشه ییزو توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې د ادارې له خوا د ۱.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت پروژې تطبیقیږي،»

هغه وویل، په نورو پروژو کې، چې له بزګرانو سره مرسته کوي، د بندونو، نهرونو او د چرګانو د فارمونو جوړول؛ بزګرانو ته د تخمونو ورکول؛ او نورې مرستې برابرول شامل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د سلام ټایمز لیکنې او راپورونه ښکلي او جالب موضوعات تر پوښښ لاندې راولی. اکثر نورې رسنۍ داسې موضوعاتو ته توجه نه کوی. مننه سلام ټایمز

ځواب ورکړئ

محترم اډمین صاحب! ګلاب د ننګرهار ولایت په دریو ولسوالیو کی کرل شوی دره نور، اچین او نازیان خو په دره نور ولسوالی کی فیصدی زیاته ده نوموړی ګلاب د افغان روز او د دره نور روز په همکاری کرل شوی چی د دواړو شرکتونو رئیسان اکبر مومند او خان اغا رؤف دی او کومی کارخانو چی تاسی یادونه کړی هغه د دغو دوه شرکتونو دی نه د اور ځلا شرکت هیله ده چی تاسی کله راپور نشر کوی معلومات درست را ټول کړی ستاسی ذکر شوی معلومات ټول غلط دی او د ملت په سترګو کی خاوره اچول دی که غواړی پوره معلومات حاصل کړی ایمیل کولای شی. په مننی خدای د وکړی چی خفه شوی نه اوسی

ځواب ورکړئ

خدای دې رحم درباندې وکړي.

ځواب ورکړئ