مزارشریف -- افغان سړیو او ښځو تېره میاشت په مزارشریف کې په یوه تفریحي پارک کې یوه کلتوري فېشن ننداره ترسره کړه، او د اورپکو ګواښونه یې له پامه وغورځول.
طلوع نیوز راپور ورکړ،په دې ننداره کې، چې په کابل کې د مېشتې حقیقي موډلېنګ ایجنسۍ له خوا ترتیب شوې وه،ځایي اوسېدونکیو، هنرمندانو او د مدني ټولنې فعالانو برخه اخیستې وه.
داسې نندارې د طالبانو د سخت دریځي رژیم پر وخت (۱۳۷۵ - ۱۳۸۰) نه ترسره کېدلې.
افغانستان د ښځو لپاره یو له تر ټولو ډېرو خطرناکو هېوادونو څخه بلل کیږي، چې د نجونو نوي نسلونه د مثبتو ټولنیزو بدلونونو د راوستلو لپاره زړورتیا ښیي.