امنیت

په ننګرهار کې په لسګونو طالب اورپکي د سولې بهیر سره یوځای شول

د خالد زېري راپور

د طالب اورپکو یو ۷۵ کسیز ګروپ د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې وروسته له هغه د سولې بهیر سره یوځای شو چې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا له زیاتېدونکي فشار سره مخامخ شو. [خالد زېری]‌

ننګرهار -- د ۷۵ طالب اورپکو یو ګروپ د افغان امنیتي ځواکونو له خوا له زیاتېدونکي فشار څخه وروسته د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د سولې بهیر سره یوځای شو او له ۱۰۰ میله څخه ډېرې درنې او سپکې وسلې یې محلي مقاماتو ته وسپارلې.

د ننګرهار والي حیات الله حیات د تلې په ۱۸مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پخلا شویو طالبانو ته وویل، «زه تاسو ته اطمینان درکوم چې له تاسو سره به د افغانانو په څېر چلند وشي -- ستاسو په وړاندې به هېڅ ډول توپیري چلند نه کیږي، او تاسو به د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر سیوري لاندې یو سوله ییز ژوند ولرئ،»

حیات وویل، د نړۍ د بېلابېلو برخو دیني عالمانو د افغان حکومت پر ضد جنګ کول غیر مشروع اعلان کړي او له اورپکو څخه یې غوښتي چې جنګ پرېږدي او د سولې بهیر سره یوځای شي.

هغه وویل، «هغه خلک، چې د سولې پروسې سره یوځای کیږي، هغوی ته به کاري فرصتونه برابر کړای شي، او د هغوی له جملې څخه ځینې به، که هغوی وغواړي، د محلي پولیسو په لیکو کې استخدام شي چې په بټي کوټ کې امنیتي وضعه پیاوړې کړي،»

د طالب اورپکو یو ۷۵ کسیز ګروپ د تلې په ۱۸ مه د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د سولې بهیر سره یوځای شو، او له ۱۰۰ څخه ډېرې درنې او سپکې وسلې یې محلي مقاماتو ته وسپارلې. [خالد زېری]‌

د طالب اورپکو یو ۷۵ کسیز ګروپ د تلې په ۱۸ مه د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د سولې بهیر سره یوځای شو، او له ۱۰۰ څخه ډېرې درنې او سپکې وسلې یې محلي مقاماتو ته وسپارلې. [خالد زېری]‌

د پخلا شویو طالب اورپکو اړوندې وسلې د تلې په ۱۸مه په بټي کوټ ولسوالۍ کې خلکو ته ور وښودل شوې. [د بټي کوټ ولسوالۍ د رسنیو دفتر]

د پخلا شویو طالب اورپکو اړوندې وسلې د تلې په ۱۸مه په بټي کوټ ولسوالۍ کې خلکو ته ور وښودل شوې. [د بټي کوټ ولسوالۍ د رسنیو دفتر]

له عبث کار څخه ستړي

د سولې پروسې سره د یوځای شویو پنځو طالب قوماندانانو له جملې څخه یوه، ۴۲ کلن افسرخان، سلام‌ ټایمز ته وویل، «ما اته کاله د حکومت پر ضد جنګ وکړ، او نور ترې ستړی شوی یم،»‌

خان وویل، «حکومت له مونږ څخه وغوښتل چې راشو او د سولې بهیر سره یوځای شو، له دې امله، مونږ د سولې بهیر سره یوځای شو. حکومت له مونږ سره د کاري فرصتونو د راکولو وعده کړې ده. مونږ نه غواړو چې نور جنګ وکړو،او نه هم غواړو چې د خارجي هېوادونو له خوا استعمال شو

په ننګرهار کې د ملي امنیت د ریاست رییس، تورن جنرال نظر علي واحدي، په دغو مراسمو کې وویل، «زه هغو کسانو ته، چې په وروستیو کې یې ګام اوچت کړی او د سولې بهیر سره یوځای شوي دي، اطمینان ورکوم چې هغوی به خوندي وي او له هېڅ ډول ستونزو سره به مخامخ نشي،»

وظیفې او نور فرصتونه

هغه وویل، «مونږ به هڅه وکړو چې هغوی ته کاري فرصتونه برابر، او د هغوی ستونزې ورحل کړو. د هغوی په مرسته، به مونږ په بټي کوټ ولسوالۍ کې یو سوله ییز ژوند بیا رامنځته کړو،»‌

د واحدي په وینا،‌د داعش پر ضد بریدونه او نور پوځي عملیاتګړندي کیږي.

هغه وړاندوینه وکړه او ویې ویل، «داعش د ننګرهار په محدودو برخو کې فعال پاتې دی او ژر به له منځه وېوړل شي. هغه نشي کولی چې له مونږ سره مخامخ جنګ وکړي،‌ او تاسو به ډېر ژر وګورئ چې نور اورپکي به رامخته شي او د سولې بهیر سره به یوځای شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که باور کوئ که نه خو زه درته ریښتیا وایم، هغوی د خپلو بې کاره وسلو په ښودلو سره خپل ځانونه ښیي او زمونږ غریب حکومت په هغوی باندې باور کوي.‌ هیله ده خبر اوسئ چې هغوی جاسوسان دي چې له تاسو سره نژدې کیږي او خپلو بادارانو ته راپورونه ورکوي.

ځواب ورکړئ