تروريزم

'مونږ نشوای کولی چې نه ووایو': د داعش په واکمنۍ کې سخت اصول او له تاوتریخوالي څخه ډکې سزاګانې

ای اېف پي

د داعش له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس د ګروپ غړي په داسې حال کې ښیي چې د سوریې په الرقه کې په یوه عامه څلورلارې کې یو سړی د هغه له اعدام څخه مخکې تړي. [آرشیف]

د داعش له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس د ګروپ غړي په داسې حال کې ښیي چې د سوریې په الرقه کې په یوه عامه څلورلارې کې یو سړی د هغه له اعدام څخه مخکې تړي. [آرشیف]

بغداد -- د هغو میلیونونو خلکو لپاره چې د داعش تر وحشیانه واکمنۍ لاندې ژوند کولو ته مجبور شوي ول، په تش په نامه «خلافت» کې، چې نجونې په کې وینځې ګرځول کېدې، موزیک په کې بند او د همجنس بازۍ سزا په کې مرګ وه، ژوند په یوه ژوندي دوزخ باندې بدل شوی وو.

داعش د سوریې او عراق په هغو سیمو کې، چې هغوی په ۱۳۹۳ کې نیولې وې، د اسلامي شریعت یو ډېر زیات محافظه کار تعبیر پلی کاوه، هر هغه څوک چې مخالفت به یې کاوه، هغه به یې شکنجه کاوه یا به یې اعداماوه.

د سوریې په ختیځ کې د وروستي قلمرو په له لاسه ورکولو سره چې یو وخت یې د برتانیا په اندازه ځمکه کې له ۷ میلیونو څخه په ډېرو خلکو باندې واک چلاوه، دغه واکمني چې ځان یې دولت باله، پای ته ورساوه.

د هغو بندیانو برخلیک نامعلوم پاتې دی چې د داعش جنګیالیو د انساني سپر په توګه ترې کار اخیست، خو له ۳۰۰۰ څخه ډېر یزیدیان لا تر اوسه هم ورک دي.‌

د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو (اېس ډي اېف) یو غړی د وري په ۴ مه د سوریې په باغوز کې د پیرې کولو پر وخت لیدل کیږي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو (اېس ډي اېف) یو غړی د وري په ۴ مه د سوریې په باغوز کې د پیرې کولو پر وخت لیدل کیږي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

د داعش له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی عکس یو اورپکی په داسې حال کې ښیي چې یوه ماشوم ته ټوپک ورکوي. په همدغې ویډیو کې څو شیبې وروسته، ماشوم یو 'مرتد' ولي او وژني. [آرشیف]

د داعش له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی عکس یو اورپکی په داسې حال کې ښیي چې یوه ماشوم ته ټوپک ورکوي. په همدغې ویډیو کې څو شیبې وروسته، ماشوم یو 'مرتد' ولي او وژني. [آرشیف]

داعش د دغه اقلیت له خلکو سره چې د یوه لرغوني مذهب پلویان وو، په ځانګړې توګه سخت چلند کاوه چې ملګرو ملتونو د هغوی دا کار نسل وژنه وبلله.‌

هغوی په زرګونو یزیدي سړي او هلکان ووژل، ښځې او نجونې یې وتښتولې او بیا یې په بازارونو کې د وینځو په توګه خرڅې کړې.

له ډېرو سره په کلونو اوږد ناوړه چلند وشو.

یوې عراقۍ یزیدۍ چې جنګیالیو شپږ ځلې خرڅه کړې وه او بیا په سوریه کې د هغوی له وروستي سنګر څخه تښتېدلې وه، وویل، «مونږ هر هغه څه کول چې هغوی به غوښتل،»

«مونږ نشوای کولی چې نه ووایو.»

ژوندي پاتې یزیدي هلکان مجبور کړای شوي ول چې جنګ وکړي او داسې نظرونه ورکول شوي ول چې له خپلې ټولنې څخه کرکه وکړي، او هغه کورنۍ یې ترک کړې وې چې هڅه یې کوله چې له ژغورل شویو سره بېرته یوځای شي.

هغو ماشومانو چې د داعش له خوا چلېدونکو ښوونځیو ته تلل د ریاضي په داسې کتابونو کې حساب زده کاوه چې ټوپکونه او لاسي بمونه په کې ښودل کېدل، خو داعش په کتابونو کې د خلکو عکسونه منع کړي ول.‌

داعش د لومړۍ لیکې د جنګیالیو په څېر، خپل پولیس هم لرل، چې افسرانو به یې په هغو سړیو چې د سګریټو یا شرابو بوی ترې ورته، جریمې لګولې او په درو به یې وهل.‌

داعش کتابونه سوزول او په نڅا او موزیک یې بندیز لګولی وو.

پرځای یې، هغوی د خپل راډېو سټېشن له لارې پروپاګند خپراوه.

د داعش غړو د څټکونو په وسیله پخواني قېمتي لاسي صنایع چې هغوی بت پرستي بلله، ویجاړول.‌

د لباس اغوستنې سخت قانون حتی ځوانې نجونې مجبورې کړې وې چې پوره تور اسلامي حجاب واغوندي.

په سړیو باندې ږیرې او دودیز اوږده کمیسونه جبري ول‌.

د بامونو له سرونو غورځول شوي

افراطیانو خپلې محکمې چلولې، او د سر پرې کولو او راځوړندولو له لارې ې د مرګ سزاګانې تحمیلولې.

هغوی هغه سړي او ښځې سنګسارول چې د زنا تور به پرې لګېدلی وو. هغوی د همجنس بازۍ «په جرم» سړي د بامونو له سرونو نه غورځول.

تر دې چې هغوی خپلې پیسې معرفي کړې او سکې یې چاپ کړې وې چې د داعش پر ضد جنګېدلي جنګیالي یې اوس د انعامونو په توګه ورسره ساتي.‌

افراطیانو هغه کسان چې د داعش مالیات به یې نشوای ورکولی، جېل ته لېږل.

د عراق موصل او د سوریې الرقه د «خلافت» جوړه عملي پلازمېنې وې.

الرقه د افراطیانو له خوا په ترسره کېدونکو وحشتونو او ظلمونو مشهوره شوه، او له همدغه ځای نه داعش په بهرنیو هېوادونو کې خپل ویجاړوونکي بریدونه تنظیمول.

په سیخانو کې ټومبلي سرونه

داعش، د وېرې د خپرولو لپاره، په ښار کې د انسانانو سرونه په سیخانو کې ټومبلي او ورسره یې بدنونه صلیب کړي ول.‌

په پیل کې ځینې خلکو چې د فاسدو دولتي مقاماتو له خوا ورسره ناوړه چلند کېده، د داعش مرسته وکړه.

خو نن ورځ، ژوندي پاتې کسان د داعش غړي په اختلاس او د تاوتریخوالي په افراطي عملونو تورنوي.‌

داعش په عراق کې له ۲۰۰ څخه ډېر ډله ییز قبرونه پرېښي دي، او وېره شته چې په سوریه کې په زرګونو جسدونه راوځي.

د ای اېف پي له خوا مرکه شویو ډېرو ښځو وویل چې هغوی د داعش له خوا ټاپه شوي داسې تصدیقونه ترلاسه کړل چې د هغوی د مېړونو اعدامونه یې ثابتول، خو افراطیانو یې جسدونه هغوی ته ورنه کړل.

کېدای شي دا معلومول کلونه واخلي چې د هغوی ځینې قربانیانو ته څه پېښ شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500