امنیت

نظامي عملیاتو د طالبانو مشران مجبور کړل چې له پاکستان سره د پولې په اوږدو کې ځانونه پټ کړي

د سلیمان راپور

د افغان هوایي ځواک یوه الوتکه د ۱۳۹۵ د وري په ۱۸مه د یوه روزنیز ماموریت په ترڅ کې د افغانستان په سر الوت کوي. د افغان او ناټو ځواکونو مکررو عملیاتو د طالبانو مشران مجبور کړي چې وتښتي او خپل پلویان په داسې حال کې پرېږدي چې د جګړې په ډګرونو کې له سختو حالاتو سره مخامخ کیږي. [د متحده ایالاتو هوایي ځواک]‌

د افغان هوایي ځواک یوه الوتکه د ۱۳۹۵ د وري په ۱۸مه د یوه روزنیز ماموریت په ترڅ کې د افغانستان په سر الوت کوي. د افغان او ناټو ځواکونو مکررو عملیاتو د طالبانو مشران مجبور کړي چې وتښتي او خپل پلویان په داسې حال کې پرېږدي چې د جګړې په ډګرونو کې له سختو حالاتو سره مخامخ کیږي. [د متحده ایالاتو هوایي ځواک]‌

کابل -- امنیتي چارواکي وایي، د افغان او ایتلافي ځواکونو له خوا فشار د طالبانو قوماندانان دې ته مجبور کړي چې د جګړې ډګر پرېږدي او د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په اوږدو کې پټ شي.

د دفاع وزارت یوه ویاند محمد ذبیر عارف وویل، «د ګروپ محلي مشران او قوماندانان سرحدي سیمو ته تښتېدلي چې د ځانونو د په نښه کېدلو او وژل کېدلو مخه ونیسي. هغوی خپل کسان د جنګ په میدان کې یوازې پرېښي دي.»

هغه زیاته کړه، «مونږ هره ورځ په منظم ډول له ۸ څخه تر ۱۲ پورې عملیات ترسره کوو. هره ورځ سل یا ان تر سلو ډېر طالب اورپکي وژل کیږي.»

'په مشرانو لعنت ویل'

د کورنیو چارو د وزارت یوه پخواني مرستیال او د پوځي چارو تحلیلګر جنرال میرزامحمد یارمند ومنله چې په نظامي عملیاتو کې د طالبانو یو شمېر مشران وژل کیږي.

هغه په یوه مرکه کې وویل، «په وروستیو کې طالبان تر سخت نظامي فشار لاندې دي.»

هغه زیاته کړه، «د فشار ډېرښت د طالبانو مشران او قوماندانان مجبور کړي چې وتښتي او د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په اوږدو کې په نسبي توګه خوندي ځایونو کې پناه واخلي.»

هغه وویل، «کله چې د طالبانو مشران او ستراتیژستان وتښتي او ځانونه پټ کړي، دا ښکاره خبره ده چې د ټیټې سطحې اورپکي ځانونه یوازې ګڼي او د جنګ کولو پلان نه لري چې دا د خطر په وړاندې هغوی کمزوري کوي.»

د پوځي چارو یوه کارپوه او د دفاع وزارت پخواني ویاند جنرال دولت وزیري وویل، «د وروستي پوځي فشار له امله، د طالبانو مشران او قوماندانان له جګړې څخه په شا شوي څو د ځانونو د وژل کېدلو مخه ونیسي او په سرحدي سیمو کې یې پناه اخیستې ده.»

هغه زیاته کړه، «هغوی خپل جنګیالي د جګړې په ډګر کې پرېښي دي چې د طالبانو تر منځ یې ګډوډي رامنځته کړې او په نتیجه کې یې د طالبانو تلفات ډېر شوي دي.»

د ملي امنیت ریاست پخواني رییس امرالله صالح وویل هغه داسې مخالفت لرونکي پیغامونه لیدلي چې اورپکو په کې د جګړې د کمپاین د دوام او د سولې د ردولو له امله خپل مشران غندلي دي.

هغه د غبرګولي په ۱۶مه په یوه ټویټ کې ولیکل، «د هغوی افراد د اوربند او حل د ردولو له امله په خپلو مشرانو باندې لعنت وايي.»

د افرادو قرباني کول

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر امین الله شارق وویل، د طالبانو قوماندانان له زړه څخه نه غواړي چې د اورپکو د وژنې مخه ونیول شي، په داسې حال کې چې هغوی پخپله تښتي او له خطر او د جګړې میدان څخه لیرې والي څخه خوند اخلي.

هغه وویل، «د طالبانو د مشرانو کورنۍ ارام -- له جګړې څخه لیرې ژوند کوي. د یادې ډلې مشرانو تر خپل لاس لاندې جنګیالي په تیارو کې ساتلي او ریښتیا ورته نه وایي.»

شارق وویل، «هغوی خپل افراد د وسلو په توګه استعمالوي څو خپل او د ګاونډیو هېوادونو هدفونه پرې ترلاسه کوي.»

شارق وویل، «نژدې ټول هغه جنګیالي چې په جنګ کې وژل کیږي د ټیټې کچې اورپکي دي. د طالبانو مهم مشران هڅه کوي چې له وژل کېدلو څخه ځانونه په څنګ کړي او په دې توګه خپل هدف ته ورسېږي.»

په مشرانو جرګه کې د سمنګان ولایت یوه استازي صفی الله هاشمي وویل، «افغان حکومت او متحده ایالاتو ډېرې هڅې وکړې چې طالبان د مذاکراتو مېز ته راولي، خو دغې ډلې لا تر اوسه پورې هم پرېکړه نه ده کړې چې د [سولې د] خبرو له لارې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.»

هاشمي وویل،«زما په نظر د افغان او ایتلافي ځواکونو لپاره یوازنۍ لاره دا ده چې طالبان وځپي. ټول افغانان داسې یوې جګړې ته ښه راغلاست وایي چې کولی شي طالبان له منځه وېسي یا لږ تر لږه هغوی دې ته مجبور کړي چې مذاکرات پیل کړي او جګړې ته د پای ټکی کېږدي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500