امنیت

د هرات اوسېدونکیو د افغان ځواکونو زړورتیا او قرباني وستایل

د عمر راپور

د هرات له ۱۰۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د چنګاښ په ۲۶مه په هرات ښار کې راغونډ شول چې له افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړي. [عمر‌]

هرات -- د هرات له ۱۰۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو د چنګاښ په ۲۶مه په هرات ښار کې په یوه غونډه کې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه خپل دوامدار ملاتړ اعلان کړ.‌

د غونډې برخه والو چې ۷۰٪ یې ښځې وې، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ورځنۍ قربانې وستایلې.

په هرات ولایت کې ځای پرځای شوي ډېر امنیتي ځواکونه د نورو ولایتونو اوسېدونکي دي چې له میاشتو میاشتو راهیسې له خپلو کورنیو څخه لیرې ژوند، او د طالبانو او نورو حکومت ضد ډلو پر ضد جګړه کوي.‌

د غونډې یوې برخه والې ضیاګل اسلمي وویل، «هغوی تل د ملي وقار او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د خوندي کولو لپاره خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی. هغوی تل د خپلو ځانونو او د خپلو کورنیو پرځای زمونږ ارام او سولې ته لومړیتوب ورکړی دی.»

د غونډې برخه وال د چنګاښ په ۲۶مه د هرات ولایت په هرات ښار کې ملي سرود ته د درناوي په پار ولاړ دي. [عمر]

د غونډې برخه وال د چنګاښ په ۲۶مه د هرات ولایت په هرات ښار کې ملي سرود ته د درناوي په پار ولاړ دي. [عمر]

د هرات له ۱۰۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو چې اکثره یې ښځې وې د چنګاښ په ۲۶مه په هرات ښار کې په یوه غونډه کې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړ. [عمر]‌

د هرات له ۱۰۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو چې اکثره یې ښځې وې د چنګاښ په ۲۶مه په هرات ښار کې په یوه غونډه کې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړ. [عمر]‌

هغې وویل، که افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه نه وای، د افغانستان واګي به ترهګرو او جنایتکارانو په لاس کې اخیستي وای.

هغې زیاته کړه، مونږ باید «د دغو ځواکونو ملاتړ وکړو او هغوی ته دعا وکړو.»

یوه بل برخه وال محمد شعیب یزدان پرست وویل، «په دې غونډه کې زما د برخه اخیستنې هدف دا دی چې د هغو اتلانو ملاتړ وکړم چې په هېواد کې د امنیت او سولې د راوستلو لپاره یې سخت زیار واېست او خپل ژوند یې قرباني کړ. مونږ دلته د دې لپاره راغلي یو چې د دغو اتلو زړورو عسکرو ملاتړ وکړو.»

هغه وویل، «خلک باید د دغو اتلانو ملاتړ وکړي ځکه چې هغوی زمونږ لپاره خپله وینه تویوي او د جګړې په ډګر کې ډېر تکلیفونه ور رسیږي. هغوی خپلې کورنۍ شاته پرېښي او خپل ژوند د دې لپاره قرباني کوي چې مونږ ته سوله او امنیت راولي.»

د افغانانو د خوندي کولو لپاره هوډ

هغو عسکرو او افسرانو چې په غونډه کې یې برخه اخیستې وه وویل چې د ټولنې له خوا دغه ډول ملاتړ د هغوی مورال لوړوي او هغوی دې ته هڅوي چې د ترهګرو پر ضد په سختۍ سره جنګ وکړي.‌

په هرات ولایت کې د افغان ملي اردو یوې جګړنې لیلا ابراهیم خېل په یوه مرکه کې وویل،‌ «د ملي اردو د یوې افسرې په توګه، زه په افغانستان کې ښځو ته اطمینان ورکوم چې هغوی باید وار خطا نه شي. مونږ له ښځو سره ولاړې یو او د هغوی ملاتړ کوو.»

هغې وویل، افغان ملي اردو چمتو ده چې خلکو، په ځانګړې توګه ښځو ته امنیت برابر کړي، او زه به هیچا ته هم اجازه ور نه کړم چې د افغانانو ژوند خراب کړي.

په هرات ولایت کې د سرحدي ځواکونو یوې افسرې مریم نورزۍ وویل، «زه خپلو ټولو خویندو ته اطمینان ورکوم چې طالبان به بیا هېڅکله د پخوا په بڼه راستانه نشي.»

هغې وویل، «په هغه وخت کې، مونږ په یوه وروسته پاتې‌ ټولنه کې ژوند کاوه، خو اوس زمونږ هېواد پرمختللی دی. ډېرو افغانانو،‌ په ځانګړې توګه ښځو تعلیم ترلاسه کړی، او هغوی خپل حقونه پېژني.»

هغې وویل، «زه به د خپلې وینې د وروستي څاڅکي تر تویېدلو پورې د خپلو ورونو تر څنګ وجنګېږم چې د خلکو حقونه خوندي کړم او د خپلو خویندو او هېواد څخه به دفاع وکړم.»

د هرات امنیه قوماندانۍ کې د جنسیت او بشري حقونو افسرې دویمې بریدمنې زینب قاضي زاده وویل، «زه د ښځینه پولیسو په استازیتوب غواړم تایید کړم چې مونږ به هېڅکله دښمن ته داسې فرصت ور نه کړو چې زمونږ خلکو ته مزاحمت وکړي او/یا یې ژوبل کړي.»

هغې وویل، «مونږ د سولې پروسې ته هیله منې یو او دا چې د سولې خبرې به ښه نتیجه ولري. مونږ هیله لرو چې افغانان په سوله کې ژوند او کار وکړي او زمونږ ځوانان د زده کړو ترلاسه کولو لپاره ښوونځیو او پوهنتونونو ته لاړ شي.»

د ترهګرو پر ضد د جګړې کولو لپاره قوي مورال

په هرات ولایت کې د افغان ملي اردو یوه وړوکي ضابط، خان وویل، «کله چې ملکي خلک زمونږ ملاتړ وکړي، زمونږ مورال ۱۰۰٪ لوړېږي. کله چې هغوی مونږ تشویقوي، مونږ په ریښتیا سره د خوښۍ احساس کوو. دلته راټول شوي سړي، ښځې او ماشومان زمونږ ملاتړ کوي.»

هغه وویل، «زمونږ وظیفه دا ده چې د افغانانو لپاره امنیت یقیني کړو چې هغوی وکولی شي په سوله کې کار او تجارت وکړي.»

د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو د قوماندان مرستیال ډګروال محمد همایون پيمان وویل، «امنیتي ځواکونه سوله او امنیت تضمینوي ځکه چې هغوی له افغانانو څخه ملاتړ کوي. کله چې افغانان د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي، هغوی پیاوړي کیږي او د دښمن پر ضد سخت مقاومت کوي.»

هغه وویل، «طالبانو په وروستیو وختونو کې په لوېدیځو ولایتونو کې خپل تخریبي فعالیتونه زیات کړل چې د سولې په خبرو کې ډېر امتیازات ترلاسه کړي، خو دا چې امنیتي ځواکونو مقاومت وکړ نو طالبانو ته درانه تلفات ور واوښتل او هېڅ ګټه یې ترلاسه نه کړه.»

هغه زیاته کړه، «زه ملت ته اطمینان ورکوم چې مونږ به د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي پورې له خپل هېواد او ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500