ټاکني

افغان لیکوال د طالبانو له خوا تېر ځل له ورکړې سزا سره سره بیا رایه ورکړه

ای اېف پي

د طالبانو له خوا په ۱۳۹۳ کال کې د افغانستان په انتخاباتو کې د رایه ورکونې د سزا په توګه د دوه ګوتو له پرې کېدلو سره سره رضا خرمي بیا د شنبې په ورځ رایه ورکړه چې وښیي چې هغه اورپکو ته نه دی تسلیم شوی.‌ [جسټین ګیراردي/نجیبه نوري/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- افغان لیکوال رضا خرمي په داسې حال کې چې دوه ګوتې یې پرې دي هڅه کوي چې د خپل کیبورډ په وسیله کیسې ټایپ کړي.‌

طالبانو په ۱۳۹۳ کې له دې امله د هغه د شهادت ګوته پرې کړه چې په نه پاکېدونکي رنګ رنګ شوې وه او ښودله یې چې خرمي رایه ورکړې ده. د منځنۍ ګوتې څوکه هم په نخودي رنګ رنګ شوې وه نو هغه هم پرې کړای شوه.‌

دغې ظالمانه سزا، چې د افغانستان د ولسواکۍ پر ضد د طالبانو د جګړې یوه برخه ده، پیاوړی خرمي له دې څخه ایسار نه کړ چې د شنبې په ورځ /د تلې ۶مه/ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې رایه ورکړي.

خرمي روانه اونۍ په کابل کې چې هلته هغه کیسې لیکي، ای اېف پي ته وویل، «ما په ۱۳۹۸ کې بیا رایه ورکړه چې وښیم چې زه ترهګرۍ ته تسلیم شوی نه یم.»

په دې عکس کې چې د تلې په ۸مه اخیستل شوی، افغان لیکوال رضا خرمي خپل لاس ښیي چې دوه ګوتې یې په ۱۳۹۳ کال کې له رایه ورکولو څخه وروسته طالبانو پرې کړي دي.‌ [سجاد حسیني/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د تلې په ۸مه اخیستل شوی، افغان لیکوال رضا خرمي خپل لاس ښیي چې دوه ګوتې یې په ۱۳۹۳ کال کې له رایه ورکولو څخه وروسته طالبانو پرې کړي دي.‌ [سجاد حسیني/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د تلې په ۸مه په کابل کې اخیستل شوی، افغان لیکوال رضا خرمي هڅه کوي چې په خپل کیبورډ خپلې کیسې ټایپ کړي. [سجاد حسیني/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د تلې په ۸مه په کابل کې اخیستل شوی، افغان لیکوال رضا خرمي هڅه کوي چې په خپل کیبورډ خپلې کیسې ټایپ کړي. [سجاد حسیني/ای اېف پي]

«هغوی کولی شي چې زمونږ ګوتې پرې کړي، خو نشي کولی چې زمونږ مورال ووژني.»

خرمي وویل هغه غوښتل چې نړۍ پوه شي چې افراطي اسلامستانو له هغه او د هغه په څېر ممکن په زرګونو نورو سره څه وکړل.‌

د شنبې ورځې له رایه اچونې راهیسې، په آنلاین توګه د رایه ورکوونکو ګڼ داسې عکسونه خپاره شوي چې په افتخار سره یې په نخودي رنګ رنګ شوې ګوتې پورته نیولي او ښیي چې هغوی د طالبانو له پخوانۍ سزا سره سره په رایه اچونه کې برخه واخیستله.‌

افغان رایه ورکوونکي باید خپله یوه ګوته په رنګ کې ښکته او رنګ کړي -- چې پاکېدل یې یوه اونۍ وخت نیسي -- او دا ګام د دې لپاره اخیستل کیږي چې هغوی له یو ځل څخه ډېر رایه ورکونې څخه ایسار کړي.

خو ښکاره نښه افغانان د طالبانو په وړاندې د مخامخ کېدلو پر وخت له ستونزو سره مخامخوي. طالبانو په مکرر ډول رایه ورکوونکیو ته خبرداری ورکړی چې له انتخاباتو څخه لیرې واوسي.‌

د ازادۍ لپاره مبارزه کول

خرمي چې ۲۵ کاله عمر لري په ۱۳۹۳ کې په غزني ولایت کې غني ته رایه ورکړې او کابل ته روان وو چې په کانکور امتحان کې برخه واخلي چې طالبانو ودراوه.‌

هغه د هغه وخت کیسه وکړه او ویې ویل، «هغوی زه یوه نامعلوم ځای ته بوتلم، ما شپه له دوه نورو کسانو سره چې ما نه پېژندل هلته تېره کړه.»

«په ورپسې ورځ، هغوی مونږ یوه جومات ته بوتلو. هلته یو زوړ سړی چې یو چاقو او ځینې ابتدایي درمل ورسره ول ناست وو. هغوی وویل، 'مونږ تاسو نه وژنو خو ګوته مو درته پرې کوو چې د نورو هغو کسانو لپاره چې په انتخاباتو کې یې برخه اخیستې ده د عبرت درس شي.»'

خرمي چې احساساتو اخیستی وو د هغه څه کیسه وکړه چې له هغه نه وروسته ورته پېښ شول.‌ هغه وویل چې د هغه ګوتې له بې هوشۍ څخه پرته پرې کړای شوې.

هغه وویل، « زه ضعف شوم. کله چې زه راویښ شوم، ومې لیدل چې په یوه دښته کې پروت یم.» نوموړي وویل چې د هغه برید ضربه یې هره ورځ زوروي.

پنځه کاله وروسته طالبانو خرمي ته له انتخاباتو څخه مخکې زنګ وروواهه او ګواښ یې ورته وکړ چې که بیا رایه ورکړي وبه یې وژني.‌

هغه وویل، «ما دا مسئله له رسنیو سره شریکه کړه چې نړۍ د هغو ننګونو په هکله خبره شي چې مونږ ورسره مخامخ یو او وپوهېږي چې خلک د ازادۍ لپاره څنګه مبارزه کوي او په داسې سخت حالت کې قرباني کیږي.»

په داسې حال کې چې طالبانو د شنبې په ورځ د رایه اچونې په مرکزونو باندې په سلګونو کوچني بریدونه وکړل لاکن یاغیانو ونشوای کولی چې کوم خونړی برید ترسره کړي چې د رسنیو د سر ټکی وګرځي.

په پام کې ده چې د انتخاباتو ابتدایي پایلې د تلې په ۲۷مه څرګندې شي. که هېڅ کاندید هم اکثریت ونه ګټي، انتخابات به دویمې مرحلې ته لاړ شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په هسکه مینه ننګرهار کی خو په امن ک رایه استعمال شوی

ځواب ورکړئ