امنیت

افغان ځواکونو خم آب ولسوالۍ چې له ۱۳۹۷ کال راهیسې د طالبانو په ولکه کې وه، ازاده کړه

د هدایت الله راپور

په دې بې نېټې عکس کې، افغان ځواکونه د افغانستان په شمال کې په یوه نامعلوم ځای کې د پوځي عملیاتو په حال کې لیدل کیږي. [۲۰۹ شاهین قول اردو]

په دې بې نېټې عکس کې، افغان ځواکونه د افغانستان په شمال کې په یوه نامعلوم ځای کې د پوځي عملیاتو په حال کې لیدل کیږي. [۲۰۹ شاهین قول اردو]

کندوز -- افغان ځواکونو د وري په ۲۱مه د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د جوزجان ولایت خم آب ولسوالۍ له طالبانو څخه ازاده کړه. طالبانو دغه ولسوالۍ په ۱۳۹۷ کې نیولې وه.

د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف آذر وویل، تصفیوي عملیات اوس هم روان دي ځکه چې نامساعدې هوا یې پرمختګ ورو کړی دی، او زیاته یې کړه چې کور په کور تلاشۍ ترسره کیږي ځکه چې طالب جنګیالي د ځایي اوسېدونکیو په یو شمېر کورونو کې پټ شوي دي.‌

آذر د دوشنبې په ورځ /د وري ۲۵مه/ وویل، د عملیاتو په ترڅ کې د ملا عبدالرحیم په ګډون چې د چوپان په نامه هم مشهور وو، ۳۱ تنه طالبان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه اعلامیه کې وویل، په وروستۍ جګړه کې، افغان ځواکونو د پنجشنبې په ورځ /د وري ۲۸مه/ په خم آب ولسوالۍ کې د طالبانو یو برید په شا وتمباوه او په دې ترڅ کې یې لږ تر لږه ۷ تنه اورپکي ووژل او ۴ نور یې ټپیان کړل.

آذر وویل، له طالبانو څخه د وېرې له امله، له ۱۰۰ څخه ډېرې کورنۍ له خم آب ولسوالۍ څخه قرقین ولسوالۍ، ګاونډیو کلیو او د ولایت مرکز شبرغان ته وکوچېدلې.‌

هغه زیاته کړه، په شبرغان کې د مهاجرین په نامه یو ښارګوټی جوړ شوی چې ښایي جګړه ځپلې کورنۍ د لنډ وخت لپاره هلته ځای پرځای شي.

آذر زیاته کړه، «اوس، هغه اوسېدونکي چې جګړې له مرادیان، درزاب، خم آب، قوش تېپې او منګجک ولسوالیو څخه را بې ځایه کړي دي په دغه ښارګوټي کې اوسېږي. کله چې د هغوی په سیمه کې امنیت راشي هغوی به بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.»

د طالبانو له خوا په زور پیسې اخیستل

د سیمې یوه اوسېدونکي روزي مراد وویل، طالبانو په خم آب ولسوالۍ کې د مالیې ټولولو یو نظام جوړ کړی دی.

مراد وویل، «طالبانو سوداګر، کاروباریان، بزګران، قالین پلورونکي او کب نیوونکي مجبور کړي چې هغوی ته عشر او زکات ورکړي.»

هغه وویل، ملکی خلکو بې له دې چې طالبانو ته پیسې ورکړي بله لاره نه لرله.

د خم آب ولسوالۍ یوه مشر حاجي حفیظ الله چې له خپلې کورنۍ سره یوځای د ولایت مرکز شبرغان ته کوچېدلی دی، وویل، «په یوه کور کې چې څلور متاهل سړي [له خپلو مېرمنو سره] اوسېدل، هر یو مجبور وو چې د میاشتې ۵۰۰ - ۱۰۰۰ افغانۍ (۶.۵ - ۱۳ ډالر) طالبانو ته ورکړي.»

هغه وویل، «طالبانو سوداګر او کاروباریان چې په دې ولسوالۍ کې یې ملکیت درلود مجبور کړل چې هغوی ته میاشتنۍ مالیه ورکړی، که نه، ملکیت به یې ضبط کړای شي.»

حفیظ الله وویل اوس چې افغان امنیتي ځواکونو بیا کنټرول ترلاسه کړی دی، دې ته تیاری کوي چې خپلې ولسوالۍ ته ستون شي.‌

بیارغونه

د جوزجان د ولایتي شورا رییس بابر ایشچي وویل، کله چې د ولسوالۍ واک د طالبانو په لاس کې وو، دغلته د پرمختګ او بیارغونې فعالیتونه ودرېدل.

ایشچي وویل، «د طالبانو د واکمنۍ پر وخت، خلکو برېښنا، روغتیایی کلینیکونو، سرکونو، پلونو، پلچکونو او نورو اسانتیاوو ته لږ لاسرسی درلود.»

ایشچي په حکومت باندې غږ وکړ چې خم آب ولسوالۍ ته له طالبانو څخه له بېرته نیولو څخه وروسته مهم خدمتونه برابر کړي.

د جوزجان ولایت سرپرست والي عبدالقادر مالیه وویل، په خم آب ولسوالۍ کې به د پرمختګ او بیارغونې فعالیتونه له هغه وروسته پيل شي چې ځواکونه د ولسوالۍ ټولې ناامنې سیمې له طالبانو څخه پاکې کړي.‌

هغه زیاته کړه، «تصفیوي عملیات په کلیو او خم آب ولسوالۍ ته د تللې لارې په اوږدو کې روان دي، او پاتې سیمې به ژر تصفیه کړای شي.»

هغه وویل، «که څه هم چې یو څه د بیارغونې کار، چې کافي نه دی، په دې ولسوالۍ کې ترسره شوي دي، موږ د اوسېدونکیو د اړتیاوو پوره کول پیل کړي دي.»

د افغان ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وویل، «کله چې په خم آب ولسوالۍ کې تصفیوي او د تلاشۍ عملیات پای ته ورسیږي، موږ به د یاغیانو د بیا راپورته کېدلو د مخنیوي لپاره نوې د تلاشۍ پوستې جوړې کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د افغانانو د هوډ استازیتوب کوي. هغوی واقعاً وښودله چې هغوی نه ډاریږي او اتلان دي او هغوی کولی شي چې د دې ځمکې دښمنان له منځه وېسي.‌ زه د الله تعالی له دربار څخه دغو ځواکونو ته د لا نورو بریاوو هیله کوم.‌

ځواب ورکړئ

د جوزجان ولایت خم آب ولسوالي یوه له هغو ستراتیژیکو او مهمو ولسوالیو څخه ده چې څو کاله د طالبانو تر کنټرول لاندې وه. د دغې ولسوالۍ بېرته نیول به په جوزجان کې طالبان کمزوري کړي. مونږ له حکومت څخه غواړو چې طالبان د دغه ولایت له نورو سیمو څخه وباسي څو جوزجان ولایت امن شي او په دغه ولایت کې تعمیراتي او انکشافي کارونه پیل شي.‌

ځواب ورکړئ

ژوندي دې وي افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه چې تل د دښمن پر ضد ودرېدلي او هغوی ته یې ماتې ورکړې ده. هغوی د هېواد واقعي اتلان دي ځکه هغوی د دې لپاره جنګ کوي چې د هېواد خاوره او ملي وقار وساتي او په دې لاره کې ژوند له لاسه ورکوي.‌

ځواب ورکړئ

مونږ په خپلو دفاعي او امنیتي ځواکونو باندې باور لرو. که هغوی په صحیح توګه تأمین شي، هغوی کولی شي چې په افغانستان کې ترهګرو ته ماتې ورکړي. د تېر یوه کال په ترڅ کې د افغان امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې د ستاینې وړ دي. هغوی ډېرې داسې ولسوالۍ چې د څو کالو راهیسې د طالبانو په ولکه کې وې، بېرته ونیولې. ټولو هغو عسکرو او افسرانو ته چې له طالبانو څخه د هېواد د ولسوالیو په بېرته نیولو کې ښکېل ول باید ځانګړې ترفیع ګانې او نغد مکافات ورکړل شي څو دغه ځواکونه تشویق شي چې نورې سیمې هم له دښمن څخه بېرته ونیسي.‌

ځواب ورکړئ

د افغان ملي اردو عسکر د افغانستان د تاریخ اتلان دي. هغوی زمونږ د وطن افتخار دي ځکه چې هغوی تل د فتحې بیرغ پورته کوي او د ترهګرو او غلامو طالبانو پر ضد، چې د ځوانانو او ملکي خلکو په شمول زمونږ په زرګونو هېوادوال یې وژلي دي، جنګ کوي. څو چې دا ریښتني افغانان ژوندي وي، هغوی به د پاکستان دا ګوډاګي مزدوران ونه بخښي.

ځواب ورکړئ