ديپلوماسي

عمران خان په کابل کې ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د تاوتریخوالي په درولو کې مرسته وکړي

سلام ټایمز

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د لړم په ۲۹مه په کابل کې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر اشرف غني تر څنګ روان دی. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د لړم په ۲۹مه په کابل کې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر اشرف غني تر څنګ روان دی. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

کابل -- د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د پنجشنبې په ورځ /د لړم ۲۹مه/ له کابل څخه د یوې لیدنې په ترڅ کې ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره به هر هغه څه چې شوني دي وکړي.

عمران خان په ۱۳۹۷ کې د لومړي وزیر په توګه له ټاکل کېدلو راهیسې، له کابل څخه په داسې حال کې لومړۍ لیدنه کوي چې د وږي په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې له خبرو سره سره، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې تاوتریخوالی په ډېرېدلو دی.

عمران خان له افغان ولسمشر اشرف غني سره له کتنې څخه وروسته په یوه ګډ خبري کانفرانس کې وویل، «موږ د پاکستان خلک، د پاکستان حکومت یواځې یو فکر لرو...چې موږ [په افغانستان کې] سوله غواړو.»

هغه وویل، «موږ په دې پوهېږو چې د افغانستان خلک له څلورو لسیزو راهیسې له کړاوونو سره مخامخ دي، او که سولې ته د انساني ټولنې د اړتیا خبره راځي، افغانستان تر ټولو مخکې دی.»

هغه وویل، «پاکستان به هر هغه څه چې شوني وي، وکړي. موږ به مرسته وکړو چې تاوتریخوالی کم شي او د اوربند په لور پرمختګ وشي.»

عمران وویل، «موږ وینو چې په قطر کې له خبرو سره سره د تاوتریخوالي کچه په لوړېدلو ده.»

له عمران خان سره په دغه سفر کې د پاکستان د پوځي استخباراتو د ادارې (ای اېس آی) رییس جنرال فیض حمید او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ملګري ول.

دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ د مفاهمې د پرمختګ لپاره کمېټې جوړې کړي.

غني په خبري کانفرانس کې وویل، «موږ دې تفاهم ته ورسېدو چې د همکارۍ په هکله یو ګډ نظر نه یواځې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو لپاره مهم دی، بلکې د سیمه ییزې همکارۍ او اتصال د غوړیدو لاره هم ده.»

هغه وویل، «زموږ مشترک تمرکز او هغه څه چې موږ دواړو ته الهام راکوي هغه د فقر له منځه وړل، او زموږ د اسلامي اساسي قوانینو په چوکاټونو کې زموږ د هېوادونو د وګړو پیاوړي کول دي.»

هغه وویل، «زموږ د ارزښتونو، زموږ د اساسي قانون په چوکاټ کې د یوې تلپاتې سولې لپاره هر اړخیز سیاسي حل او اسلامي‌ جمهوریت راتلونکي ته تللې لاره ده.»

غني وویل چې هغه به ژر له پاکستان څخه لیدنه وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

متحده ایالات او نړیواله ټول باید خپل فشاورنو نور هم پر پاکستان زیاد کړي تر څو دغه هیواد افغانستان سره د سولې راوستلو کې مرسته وکړي. زه فکر کوم که چېره د نړیوالې ټولنې فشار نه وای. پاکستان به هیڅ کله هم افغانستان سره د سولې ژمنه نه وای کړې. افغانستان په تېرو شلو کلنو کې نارې وهلې چې د افغانستان د جکړې حل لاره په پاکستان کې ده او د ترویستان ټولې ځالې په پاکستان کې دي. اسامه په پاکستان کې ووژل سو، اختر محمد منصور په پاکستان کې ووژل سو اما بهرنیانو او امریکایي عسکرو په افغانستان کې جګړه کوله او په زرګونو پیګناه خلک یې ووژل. نور باید جګړه افغانستان کې ودرول سی او د جګړې ریښې باید وچې سی. د افغانستان د جګړې ریښې په پاکستان که دي.

ځواب ورکړئ

عمران خان باید په عمل کې ثابته کړي چې هغه په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی،‌ په هغه هېواد کې د ترهګرو د روزنې ټول مرکزونه بند کړي، د ترهګرو د روزونکیو پر ضد لاس په کار شي او په هغوی باندې انصاف تطبیق کړي.‌ وروسته له هغه چې عمران خان دا کار وکړي، بیا به مونږ ووایو چې هغه واقعاً په خپلو ویناوو کې ریښتنی دی. که د پاکستان حکومت چې عمران خان یې مشري کوي، په افغانستان کې د سولې کولو لپاره د زړه له تله هڅې وکړي،‌ ښایي د افغانستان خلک ټول هغه بد چې پاکستان په افغانستان کې کړي دي هېر کړي، او له پاکستان سره د هندوستان په نسبت ډېره مینه وکړي. مونږ له پاکستان سره د هندوستان په نسبت ډېر شریک څه لرو. پاکستان د افغانستان په څېر یو اسلامي هېواد دی. پاکستان مونږ ته ډېر نژدې دی او مونږ له دغه هېواد سره تر ټولو ډېره اوږده پوله لرو. مونږ له دغه هېواد سره نور کلتوري او ژبني شراکتونه لرو. زمونږ او د پاکستان تر منځ باید سرحد نه وي. مونږ باید وکولی شو چې پاکستان ته له وېزې او پاسپورټ څخه پرته سفر وکړو او پاکستانیان باید وکولی شي چې افغانستان ته له پاسپورټ او وېزې څخه پرته سفر وکړي. مونږ د داسې یوې ورځې وړتیا لرو او مونږ له خدای پاک (ج) څخه غواړو چې له پاکستان سره زمونږ ستونزه حل کړي او مونږ یو بل ته دښمن ونه وایو او یو له بل سره دوستان شو.‌

ځواب ورکړئ