دین

په ستاکهولم کې د قران کریم د سوځولو په پېښه کې چې اسلامي نړۍ ته یې ټکان ورکړ د روسیې لاس لیدل کیږي

د نبیل عبدالله التمیمي راپور

یوه معترض د سلواغې په ۲مه، وروسته له هغه چې یوه ښي لاسي سیاستوال په ستاکهولم کې د ترکیې سفارت سره نږدې قرانکریم ته اور ورته کړ، د یوه لاریون په ترڅ کې د دغه مقدس کتاب یو جلد په لاس کې نیولی دی. د رسنیو راپورونه ښیي چې روسیې په یاده پېښه کې لاس درلود، او په دې توګه یې په ناټو کې د سوېډن د شمولیت مخه ونیوله.‌ [یاسین اکګول/ای اېف پي]

یوه معترض د سلواغې په ۲مه، وروسته له هغه چې یوه ښي لاسي سیاستوال په ستاکهولم کې د ترکیې سفارت سره نږدې قرانکریم ته اور ورته کړ، د یوه لاریون په ترڅ کې د دغه مقدس کتاب یو جلد په لاس کې نیولی دی. د رسنیو راپورونه ښیي چې روسیې په یاده پېښه کې لاس درلود، او په دې توګه یې په ناټو کې د سوېډن د شمولیت مخه ونیوله.‌ [یاسین اکګول/ای اېف پي]

عدن – د منځني ختیځ په بېلابېلو برخو کې مسلمانانو د سلواغې د ۲مې د هغې پېښې پر وړاندې قهرجن غبرګون وښود چې په ترڅ کې یې په ستاکهولم کې د ترکیې سفارت سره نږدې قران کریم وسوځول شو. هغوی په سوېډن او «لوېدیځ» باندې له اسلام څخه د سرغړونې او د دغه دین د پلویانو د سپکاوي پړه ور واچوله.

خو شنونکي وایي چې اصلي عامل تقریبا په یقیني ډول روسیه ده.‌

ولې؟

ترکیه چې اکثریت اوسېدونکي یې مسلمانان دي تر ډېره په ناټو کې د سوېډن د شمولیت د مخنیوي مسؤله ګڼل کیږي، او یو علت یې دا دی چې مستقیما د کریملین په لاسونو کې لوبېږي او روسیه د خپل جنګ د پرمخ بوولو لپاره د ناټو د پراختیا مخه نیسي.

لبنانیان د سلواغې په ۷مه په بیروت کې د محمد الامین جومات څخه بهر په ستاکهولم کې د قران کریم د سوځولو د پېښې پر ضد احتجاج کوي. د سوېډن لومړي وزیر اولف کریسترسون د قران کریم سوځول وغندل او دغه کار یې «سخته بې احترامي» وباله. [انور امرو/ای اېف پي]

لبنانیان د سلواغې په ۷مه په بیروت کې د محمد الامین جومات څخه بهر په ستاکهولم کې د قران کریم د سوځولو د پېښې پر ضد احتجاج کوي. د سوېډن لومړي وزیر اولف کریسترسون د قران کریم سوځول وغندل او دغه کار یې «سخته بې احترامي» وباله. [انور امرو/ای اېف پي]

په منځني ختیځ‌ کې د لوېدیدیځ ضد تمایل زیاتېدل یو بل عامل دی چې د روسیې د اجندا ملاتړ کوي، ځکه کریملېن هڅه کوي چې په سیمه کې خپل نفوذ پراخ، او د اوکراین پر ضد د خپل روان او غیرمؤجه جنګ ملاتړ زیات کړي.‌

نو څه پېښ شول؟

د وایس نیوز او نورو رسنیو د راپورونو په اساس، ژورنالست چنګ فریک چې د روسیې تلوېزیون (آر ټي) او نورو رسنیو سره یې د کریملین د پروپاګند د خپرولو لپاره کار کاوه،‌ د ستاکهولم د پېښې لپاره د لاریون خرڅ ورکړی و.‌

ډنمارکي ښي اړخي فعال راسموس پالودان چې په پېښه کې یې قران کریم ته اور ورته کړ، سوېډني ژورنالستانو ته وویل چې فریک هم د اسلام د مقدس کتاب د سوځولو وړاندیز کړی و.‌

د سوېډن لومړي وزیر اولف کریسترسون په چټکۍ سره د قران کریم سوځول وغندل او دغه کار یې «سخته بې احترامي» وباله، او د سوېډن پولیسو د چارشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۹مه/ یوه بل اعتراض ته چې غوښتل یې قران کریم ته اور ورته کړي، اجازه ور نه کړه.

د ناټو یوه امنیتي چارواکي وایس ته وویل، «دا به سخته وي چې معلومه شي چې ایا څوک له روسیې سره کار کوي ځکه چې هغوی یوه تبلیغاتي شبکه ده یا دا چې پخپله روسیه د یوې تبلیغاتي شبکې لارښوونه کوي.»

سرچینې وویل،‌ «کېدی شي چې [فریک] وي، کېدی شي چې یواځې یو ښي اړخی کرکه پاروونکی وي چې غواړي قران کریم وسوځوي، یا کېدی شي چې د روسیې استخباراتي عملیات وي، خو هر څه چې وي دا کار له روسیې سره مرسته کوي چې د ناټو غړي په خپلو کې سره ټکر ته بوځي.»

ایوراکتیف رسنۍ وویل، «د منلو وړ انکار په ګرده نړۍ کې د روسیې د ډېرو کارونو تجارتي نښه ده.»

هغې وویل، «روسیه لېوالتیا لري چې په ناټو کې د سوېډن د شمولیت مخه ونیسي.»

دغې رسنۍ وویل، «سربېره پر دې، هغه د لوېدیځ ضد تمایلاتو په پارولو کې پراخه علاقه مندي لري.»

د پارولو عمل

د ستاکهولم له پېښې څخه وروسته په منځني ختیځ او اخوا دېخوا کې د لوېدیځ ضد تمایلاتو شواهد لیدل شوي، چې ورسره په ترکیه، یمن، لبنان، سوریه، عراق او ایران او دغه راز په اکثریت مسلمان لرونکې اندونیزیا کې لاریونونه ترسره شول.

په صنعا او د یمن په نورو ښارونو کې، معترضینو داسې بینرونه پورته کړي وو چې د قران کریم سوځول یې غندل او دغه کار یې د مسلمانانو د احساساتو او مقدساتو پر وړاندې پاروونکی باله.

د یمن حکومت دغه پېښه وغندله او د بهرنیو چارو وزارت یې د قران کریم سوځول «یو قصدي شیطاني عمل او د مسلمانانو سخت پارول» وبلل.‌

هغوی «په ټولو مذهبي مقدساتو باندې بریدونه او د کرکې ویناوې په کلکو ټکو رد کړل» او خبرداری یې ورکړ چې «د دې کار پایلې به په ټولنو کې دښمني او تفرقې رامنځته کړي».

د سیاسي چارو شنونکي فیصل احمد المشارق خبري وېب سایټ ته وویل، «دا داسې یو عمل دی چې ټول یې غندي، او په صنعا او نورو ښارونو کې قهرجن لاریونونه یو عادي ولسي غبرګون دی.»

هغه وویل، ښایي چې په دې پېښه کې روسیه لاس ولري.

احمد وویل، «هغه سړی چې د سوېډن په پلازمېنه کې د ترکیې له سفارت څخه بهر یې د اعتراض ترسره کولو لپاره د اجازې اخیستلو پیسې تادیه کړې وي چنګ فریک نومېږي چې له مسکو او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره نږدې اړیکې لري.»

هغه زیاته کړه چې، «فریک د روسیې له آر ټي سره نږدې اړیکې لري او د دغه تلوېزیون لپاره یې د خبریال په توګه کار کاوه، او داسې ښکاري چې هڅه یې کوله چې له ناټو سره د سوېډن د یوځای کېدلو د مخنیوي لپاره د روسیې هدف ترسره کړي،». هغه یادونه وکړه چې داسې ښکاري چې فریک د خپل هدف په ترلاسه کولو کې بریالی شوی دی.

هغه وویل، که څه هم چې فریک یواځې د اعتراض د جواز ترلاسه کولو لپاره پیسې ورکړي او له چا نه یې دا غوښتنه نه ده کړې چې قران کریم ته اور ور واچوي، لاکن دا چې جواز دا ضروري کوي چې وړاندې کېدونکي شعارونه وګوري چې له خپل مسیر څخه انحراف ونه کړي، نو هغه مسؤل دی.

احمد وویل، د اسلام د مقدس کتاب سوځول «یو له دښمنۍ څخه ډک عمل دی چې د مسلمانانو زړونه یې دردولي دي.»

هغه وویل،‌ دغه حساسیت دې ته لاره هواروي چې بد غوښتونکي «د مسلمانانو له احساساتو څخه ناوړه استفاده وکړي او داسې سیاسي اجنداوې پلې کړي» چې د روسیې اجندا ته ګټه ور رسوي.‌

روسیه مسلمانانو پسې پسخند کوي

د اقتصادي چارو پوه عبدالعزیز ثابت المشارق ته وویل، «د قران کریم د سوځولو پر وړاندې د غبرګون ښودلو لپاره اعتراضونه کافي نه دي.»

هغه وویل، په منځني ختیځ کې ځینو اعتراض کوونکیو له سوېډني تولیداتو څخه د پرېکون غوښتنه وکړه څو «دا د یوې اقتصادي وسلې په توګه وکاروي چې دا به یو مثبت اغېز ولري».

خو ښایي په دې مسئله کې سوېډن پړ ونه ګڼل شي.

ثابت د فنلنډ د بهرنیو چارو د وزیر پیکا هاویستو دا خبره یاده کړه چې ویل یې ښایی روسیه د قران کریم په سوځولو کې لاس ولري څو ناټو ته د سوېډن د ورننوتلو مخه ډب کړي.

ثابت هغه ډنمارکي فعال ته په اشارې چې قران کریم یې وسوځاوه، وویل، «د فنلنډ د بهرنیو چارو د وزیر بیانونه هسې هوایي نه دي بلکې د شواهدو په اساس دي، او دا به کتل کیږي چې معلومه شي چې پالودان له روسیې سره اړیکې لري.»

هغه وویل، په پېښه کې د روسیې د ښکېلتیا تایید به ثابته کړي چې «روسیه په مسلمانانو او د هغوی په مقدس کتاب باندې د بې اهمیته سیاسي هدفونو ترلاسه کولو لپاره پسخند کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

انسانیت او بشرپالنه دا ده چې انسانان باید یو له بل څخه ازار نه شي. انسان باید داسې کار و نه کړي چې یو د بل په خفګان کې خپله خوشالي ولټوي. دا هیڅ څوک نه شي ثابتولی چې له کرکې دې مینه زېږدلې وي بلکې نفرتونه نور نفرتونه زېږوي. انسان باید په دې پوه شی چې، هغه کوم کارونه دي چې که زه یې سر ته وروسوم، بل انسان راڅخه خوبدی کېږي؟ که د کرکې کارونه په داسې یوه ټولنه کې وشي چې هغه وروسته پاتې او ناپوهه وي، دومره مشکل به نه و. په دغه ډول ټولنه کې چې یوه متمدنه، تعلیم یافته او جهان دیده ټولنه وي لکه د ستاکهولم، نو د دې معني څه؟ دې شخص خو ډېر کمزور کار کړی. ډېر د شرم ځای دی. مسلمانان په خپله مذهبي کتاب (قران) خفه کېږي. په دې یې ایمان او باور دی. دا د نورو کتابونو په څېر یو اسماني کتاب دی. باوری یم چې د دې سوزول به دغه ډول مریضو انسانانو ته هیڅ ګټه و نه کړي. د دغه ډول کارونو تر سره کول بې له دې چې د هغه هېواد د وګړو حیثیت ته تاوان وکړي، نوره هيڅ ګټه نه لري. د نړۍ انسانان یو تن او د یو تن اعضا دي. راځۍ مینه وکړو، راځۍ مینه خپره کړو، نفرت ته نه و وایو، راځۍ ژوند وکړو.

ځواب ورکړئ

که څه هم چې قران کریم محفوظ دی ځکه الله تعالی وايي چې قران کریم خوندي دی. د قران کریم پیغام خوندي دی. د قران کریم پیغام دا دی چې الله یو دی، محمد د هغه رسول دی. موسی د الله رسول دی. عیسی د الله رسول دی. ابراهیم د الله رسول دی، مریم پاکه ده... او څوک چې د قران کریم سپکاوی کوي هغه خپل ځان سپکوي او فکر کوي چې پورتنیو پیغامونو ته سپکاوی کوي. خو همدا شېبه چې زه دا لیکل کوم، د نړۍ په سلګونو نه، په زرګونو نه، په لسګونو زره داسې انسانان شته چې قران کریم د هغوی په زړونو کې خوندي دی. که د راسموس پالودان په څېر ملعونین قران کریم ته اور ورته کړي، د دې معنی دا نه ده چې قران کریم به له منځه وېسي، داسې انسانان د نړۍ د اوسېدونکیو تر منځ نفرت خپروي. دوی ملعون دي. له داسې خلکو نه په خپله ټولنه کې هم انسانان نفرت کوي. مونږ د سوېډن حکومت او نړۍ والو ادارو څخه غواړو چې دغه سړی د انسانانو تر منځ د کرکې خپرولو په تور محاکمه کړي. بلې خوا ته زه له ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه افغانانو څخه غواړم چې د یوه کس لپاره له ټول هېواد سره دښمني ونه کړي. د پیو (امریکایي) موسسې د یوې څېړنې په اساس، په سوېډن کې له ۸ سوه زرو څخه ډېر خلک مسلمانان دي چې د دغه هېواد د لس میلیونو نفوس څه باندې ۸٪ جوړوي. د دې معنی دا ده چې په سویډن کې مسلمان داسې د ارام ژوند کوي، کار او حکومتي خدمتونو ته لاسرسی لري لکه نور سوېډنیان یې چې لري.

ځواب ورکړئ

زه نور څه نه لرم چې ویې وایم. زه یوازې دومره وایم چې مرګ په هغو چې د اسلام د سپیڅلي دین مخالفت کوي. خدای دې ټول هغه کسان تباه او برباد کړي چې د اسلام د سپېڅلي دین خلاف دي. څوک چې د قرآن کریم سپکاوی کوي، الله تعالی دې یې هلاک کړي.

ځواب ورکړئ

زما په نظر یوازې روسیې ته د قرانکریم د سوځولو پیښې په هکله ګوته نیول هم د منلو وړ خبره نه ده. ځکه نه یوازې دا چې دغه پېښه اوس شوې؛ بلکې تر دې وړاندې هم په ډېرو غیر مسلم هېوادونو کې دغه ډول پېښې شوي دي او لسګونه ځلې د مسلمانانو مذهبي کتاب (قرآنکریم) سوځول شوی دی. د قرآنکریم سوځولو پیښې که څه هم په پراخه کچه غبرګونونه راپارولي دي؛ خو بیا هم د دې مقدس کتاب ساتنه الله جل جلاله کوي او ذمه واري یې هم د الله جل جلاله ده. که موږ (مسلمانان) څومره اعتراضونه وکړو؛ بیا هم د قرآنکریم سوځوونکو ته نه په تېر کې کومه سزا رسېدلې او نه به په راتلونکي کې ورسېږي. خو شکر چې الله جل جلاله په خپله د خپل کتاب ساتنه کوي او له خبیثانو یې ساتي. موږ مسلمانان ټولو اسماني کتابونو ته درناوی لرو او ایمان مو پرې راوړی چې انشاءالله هېڅکله به د نورو ادیانو کتابونو او مذهبي مسایلو ته سپکاوی ونه شي. اسلام د امن دی او قرانکریم په خپله داسې یو کتاب ده چې مسلمانانو ته یې د نېکې لارې لارښوونه کړې ده. پاتې شوه ستاسو په راپور کې د روسیې خبره چې پړه مو ټوله په روسیې ور اړولې، خو که روسیې دا کار کولی په خپل هېواد کې یې هم کاوه؛ مګر تېر کال یې ولسمشر (پوتین) په خپل هېواد کې اسلام رسمي دین اعلان کړ، نو هغوی ولې دا کار وکړي. روسیه کې مسلمانان په ازاد ډول خپل عبادات کولی شي، جوماته او منظم عبادت ځایونه لري مګر په نورو هېوادونو کې د مسلمانانو لپاره د عبادت ځایونه سهولتونه ډېر کم دي چې یو یې هم د جوماتونه نشتون او یا بیخي کموالی دی. نور لمنځونه خو په غربي هېوادونو کې په جماعت سره نه شي کولی حتی د جمعې لمونځ چې اونۍ کې یو ځل کېږي هغې ته هم رسېدګي ډېره کمه کېږي.

ځواب ورکړئ

د روسیې په موضوع زه خبره نه کوم، لاکن په اکثرو غربي هېوادونو او په ځانګړې توګه په اروپایي هېوادونو کې د مسلمانانو ښه ډېر جوماتونه شته. هر څوک کولی شي چې خپل جومات ته لاړ شي، لمونځ وکړي او قران کریم ولولي. څو میاشتې مخکې د جرمني په کولن ښار کې مسلمانانو یو ستر جومات افتتاح کړ چې شاید په ټوله اروپا کې ساری ونه لري.

ځواب ورکړئ