په کابل کې د سرطان ناروغانو د تشخیص او درملنې لپاره یو نوی ۲۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو.
دا مرکز په پلازمېنه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د پخواني کمېسیون په ودانۍ کې موقعیت لري.
د دې موخه د حیاتي روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د درملنې لپاره بهر ته د افغانانو د تګ اړتیا کمول دي.
د پرانیستې په مراسمو کې چې د جنورۍ په ۲۹ مه په کابل کې ترسره شول، چارواکو پر هغه ګډو هڅو ټینګار وکړ چې په پایله کې یې دا اړین مرکز فعال کړای شو.
د لا زیات ملاتړ غوښتنه
د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په ټول هېواد کې د تخصصي روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره د حکومت پر ژمنتیا ټینګار وکړ.
هغه وویل، «موږ د خپلو روغتیايي خدمتونو د پراختیا او اصلاح لپاره ژمن یو.»
د طلوع نیوز د راپور له مخې، جلالي وویل، «له ټولو سوداګرو او خیریه بنسټونو غواړم چې د سرطان له ناروغانو ملاتړ وکړي.»
«سرطان له اقتصادي پلوه ملا ماتونکی دی، او په ګاونډیو هېوادونو کې د خصوصي سکتور ملاتړ د ناروغانو په پاملرنه کې مهم رول لري.»
جلالي همدارنګه اعلان وکړ چې هند د شاوخوا یو میلیون ډالرو په ارزښت ۱۰ ټنه د سرطان ضد درملو مرسته کړې ده.
هغه وویل چې د روغتون د عصري وړانګو درملنې (رادیوتراپي) ټکنالوژۍ په تجهیز کې د هند د همکارۍ لپاره هم پلانونه شته.
د چارواکو په وینا، په دې نوي مرکز کې به د افغان ډاکټرانو لپاره یو تخصصي روزنیز پروګرام هم پیل شي څو کورنی تخصص پیاوړی شي.
د اروپایي ټولنې د پلاوي مرستیال بنجامین وایز یو ځل بیا د افغانستان د روغتیايي سکتور لپاره د دې ټولنې پر دوامدار ملاتړ ټینګار وکړ.
طلوع نیوز د وایز له قوله ویلي، «دا ډېره مهمه ده چې کاري فضا داسې وساتل شي چې ښځینه روغتیايي کارکوونکې وکولای شي خپلو خدمتونو ته دوام ورکړي او ښځې او ماشومان لومړني روغتیايي او تغذیوي خدمتونه ترلاسه کړي.»
هغه زیاته کړه چې اروپایي ټولنه دا مهال افغانستان ته د بشري مرستو او بنسټیزو اړتیاوو لپاره شاوخوا ۱۰۰ میلیون ډالر کمک کوي.
د خدمتونو پراختیا
دا نوی پرانیستل شوی روغتیايي مرکز به د ملي ارجاع د مرکز په توګه له ټولو ولایتونو څخه د ناروغانو درملنه وکړي، او پلان ده ترڅو ظرفیت یې ۲۰۰ بسترونو ته لوړ شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د فزیکي زیربناوو تر څنګ د بشري ځواک او روغتیايي سیستمونو پر پیاوړتیا تمرکز کوي، او له ټول افغانستان څخه تر ۶۰ ډېر ډاکټران، نرسان او فارمسېسټان روزي.
د ډېرو کورنیو لپاره، دا نوی روغتون په خپل هېواد کې د درملنې د لاسرسي یوه پخوانۍ هیله پوره کوي.
امان الله، چې اوس مهال په دغه روغتون کې د مراقبت کوونکي په توګه کار کوي، وویل، «پخوا به مو خپل ناروغان پاکستان ته وړل.»
«اوس یې ستونزې همدلته حل کېږي. که حکومت د درملو په برابرولو کې هم زموږ ملاتړ وکړي، دا به لویه مرسته وي.»
یو بل مراقبت کوونکي، عید محمد، هیله څرګنده کړه ترڅو په راتلونکي کې دې ته ورته مرکزونه له پلازمېنې بهر هم وغځېږي.
هغه وویل، «که د سرطان روغتونونه په ټولو ولایتونو او سیمو کې جوړ شي، دا به لوی نعمت وي.»
د دې روغتون په پرانیستلو سره دا نوې هیله پیدا شوې چې په افغانستان کې به ډېر د سرطان ناروغان وکولای شي اړین خدمتونه په خپل هېواد کې ترلاسه کړي.
![په دې بې نېټې انځور کې د هغه نوي پرانیستل شوي ۲۰۰ بستریز روغتون لوحه ښکاري چې د سرطان ناروغانو د تشخیص او درملنې لپاره ځانګړی شوی دی. [ټولنیزې رسنۍ]](/cnmi_st/images/2026/02/21/54642-hospital-585_329.jpg)