د افغانستان د طبي ټولنې لپاره په یوه تاریخي لاسته راوړنه کې، د کابل د شیخ زاید روغتون یو عصبي جراح د هېواد لومړنۍ د مغز او اعصابو فعاله جراحي ترسره کړه.
دا عملیات یو مهم پړاو بلل کېږي او د افغانستان د عامې روغتیا په چوکاټ کې د تخصصي درملنې د پراختیا لپاره نوې هیلې رامنځ ته کوي.
ناروغ، صبرالله، کلونه د سخت او دوامدار درد څخه کړېده چې د اعصابو د جدي زیان له امله رامنځ ته شوی و او د هغه په ورځني ژوند یې ناوړه اغېز کړی و.
درې کاله وړاندې یوه مرمۍ چې د هغه تر مټ لاندې ولګېده، یوازې بدني ټپ یې پرې نه ښود، بلکې د هغه په ګوته کې یې دوامدار او نه زغمل کېدونکی درد پیدا کړ.
دې پیچلې جراحۍ د ملا د تیر دننه د درد ځانګړي لارې په نښه کړې، چې موخه یې د هغو دردونو کمول وو چې د پخوانیو طبي مداخلو په وړاندې یې مقاومت کړی و.
دا عملیات د ډاکټر نجیب الله سکندر په مشرۍ ترسره شو، چې د هغه تخصص او ژمنتیا دا بې ساری ګام د هېواد دننه عملي کړ.
ناروغ د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو تههم سفر وکړ،خو هلته یې هڅې بې پایلې پاتې شوې او له رغېدو پرته بېرته هېواد ته راستون شو.
د ټولنې ملاتړ
د دې اوږدې او سختې مودې پر مهال، صبرالله د خپل نږدې ملګري امیر محمد له ملاتړ څخه برخمن و، چې په ټولو حساسو پړاوونو کې یې ورسره اوږه په اوږه مرسته وکړه.
د دوی ګډه مبارزه ښيي چې په هغه حالت کې چې رسمي روغتیايي خدمتونه محدود یا له مالي پلوه د لاسرسي وړ نه وي، ټولنیز یووالی څومره مهم رول لري.
امیر محمد د طلوع نیوز په حواله وویل، «موږ د خلکو له مرستو ۸۰ زره افغانۍ (چې تر ۱۲۰۰ ډالرو زیاتېږي) راټولې کړې.»
هغه زیاته کړه، «موږ هغه نورو ډاکټرانو ته یووړ، خو ګټه یې ونه کړه. هغه په کور کې پر بستر پروت و. په پای کې مې بله لاره نه لرله پرته له دې چې همدې ډاکټر ته یې راولم.»
د مرستو راټولولو دې هڅې وښودله چې عادي خلک څنګه د یوه ناروغ د تخصصي درملنې لپاره لاس په کار شول.
همدغه ګډو هڅو زمینه برابره کړه ترڅو صبرالله وکولای شي په خپل هېواد کې داسې جراح ته ورسېږي چې د هغه ستونزه حل کړي.
هغه روحي او مالي فشار چې دواړو وزغامه، دا په ډاګه کوي چې ډېری افغان ناروغان د پرمختللې درملنې د موندلو پر مهال له جدي ستونزو سره مخ وي.
د افغانستان د طب لپاره یو مهم پړاو
ډاکټر سکندر د یوه خصوصي روغتون څخه دولتي روغتون ته د ځانګړو وسایلو په لېږدولو سره یو بل مهم ګام هم پورته کړ.
د دې پرېکړې له مخې، صبرالله وکولای شول چې له دې پېچلې او لګښتمنې جراحۍ څخه په وړیا ډول ګټه واخلي.
هغه طلوع نیوز ته وویل، «دا په افغانستان کې لومړنۍ فعاله عصبي جراحي ده چې ترسره کېږي.»
هغه زیاته کړه، «حتی د سیمې په ډېرو هېوادونو کې هم دا جراحي لا نه ده شوې. پرمختللي هېوادونه پرې کار کوي او دا ډول عملیات د عصابي جراحۍ شاوخوا ۱۰٪ جوړوي.»
روغتیايي متخصصان دا بریالۍ جراحي د افغانستان د تخصصي طب په برخو کې د کورني مهارت د ودې روښانه نښه بولي.
دوی ټینګار وکړ چې د روغتیايي کارکوونکو دوامداره ملاتړ او پر پرمختللې ټکنالوژۍ پانګونه کولای شي د هېواد د درملنې وړتیا نوره هم پیاوړې کړي.
دا جراحي یوازې د یوه ناروغ د درد پای نه دی، بلکې د افغانستان په طب کې د زغم، پرمختګ او مخ پر زیاتېدونکې ځان بساینې نښه ده.
دا پېښه د داسې راتلونکي انځور وړاندې کوي چې پکې درملنه تر ډېره د هېواد دننه، د مسلکي متخصصانو او ژمنو ټولنو په مټ ترسره کېږي.
![په دې بې نېټې انځور کې ډاکټران د کابل په شیخ زاید روغتون کې پر یوه ناروغ عصبي جراحي ترسره کوي. [طلوع نیوز]](/cnmi_st/images/2026/03/05/54518-538a61-585_329.jpg)