افغان ځواکونو په سالنګ غاښي باندې شوې حمله شنډه کړه؛ ۱۲۲ اورپکي په سمنګان کې د سولې له پروسې سره یو ځای شول

د سټاف راپور

کابل - افغان سرتېرو په وروستیو کې د سالنګ په غاښي یوه ترهګریزه حمله شنډه کړه او د غزني د سولې د کمېټې مشر د بم له چاودنې څخه روغ ووت، په داسې حال کې چې په سمنګان ولایت کې ۱۲۲ تنه اورپکي تسلیم شول.‌

خامه پرېس د جولای په ۱۹مه راپور ورکړ چې سرتېرو د سالنګ په غاښي، چې کابل له شمال سره تړي، د اورپکو یوه حمله په شا وتمبوله.‌

چارواکو وویل چې ترهګر د افغان ځواکونو له خوا د سخت مقاومت له لیدلو څخه وروسته وتښتېدل،‌ او زیاته یې کړه چې یو ملکي کس ټپي شو.‌

له دې څخه جلا، د غزني ولایت د امنیې قوماندان برید جنرال امین الله امرخېل د جولای په ۱۹ مه تایید کړه چې د دغه ولایت د سولې د کمېټې رییس خلیل الله هوتک په وروستیو وختونو کې د شپې له مخې د هغه په دفتر له بمي حملې څخه ژوندی پاتې شوی دی.‌

هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دفتر کې دننه دوه بمونه وچاودېدل، خو نوموړی په کې ژوبل نه شو.‌

په ورته وخت کې،‌ د سمنګان ولایت د امنیې قوماندان تورن جنرال محمد باقر مسعود د جولای په ۱۸مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دوه قوماندانانو په ګډون ۱۲۲ تنو اورپکو په وروستیو وختونو کې له بغاوت څخه لاس واخیست او د یاد ولایت په دره صوف پایین ولسوالۍ کې د سولې بهیر سره یوځای شول.

مسعود وویل چې امنیتي ځواکونو د یاغیانو پر ضد عملیاتو په بهیر کې د دره صوف پایین ولسوالۍ بېلابېلې برخې پاکې کړې.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500