کابل -- خامه پرېس د اګست په ۱۸مه د دفاع وزارت له قوله ولیکل چې د افغان هوایي ځواک له ۳۰۰ تنو څخه ډېر پیلوټان او نور پرسونل په بهرنیو هېوادونو کې روزنه ترلاسه کوي.
د دفاع وزارت د ویاند جنرال دولت وزیري په وینا، دغه پرسونل د ایټالیا، چک جمهوریت او متحده عربي اماراتو په څېر هېوادونو کې خپل مهارتونه پیاوړي کوي.
دغه روزنه د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې له پاره د افغان هوایي ځواکونو د وړتیا د پیاوړتیا له پاره د نړیوالو هڅو یوه برخه ده.
وزیري وویل چې افغان هوایي ځواک د اورپکۍ په له منځه وړلو کې یو مهم رول لوبوي.