غور، افغانستان -- د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، چارواکو وویل چې د داعش اورپکو د اکتوبر په ۲۵مه د غور ولایت په چغچران کې لږ تر لږه ۳۳ تنه ملکي کسان په ډله ییز ډول ووژل.
د غور ولایت د والي ویاند عبدالحۍ خطیبي وویل، د داعش ترهګرو وروسته له هغه چې هغوی وتښتول او یوه نامعلوم ځای ته یې وېوړل بیا یې حلال کړل. بېلابېلو سرچینو د ملکیانو د مړینې د شمېر په هکله بېلابېل نظرونه ورکړي دي.
خطیبي وویل، هغوی یرغمل شوي کسان وروسته له هغه ووژل چې عسکرو د هغوی قوماندان او د هغه درې تنه ملګري ووژل.
یوه بل چارواکي وویل، په وژل شویو یرغمل کسانو کې د داعش ضد یوه ملکي ځواک درې تنه غړي شامل وو.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما)، ولسمشر غني او ځایي ملکي خلکو دغه پېښه وغندله.
د غني دفتر د اکتوبر د ۲۶مې په یوه خبرپاڼه کې د انتقام ژمنه وکړه.
ازادۍ راډېو راپور ورکړ چې د فیروزکوه اوسېدونکو د اکتوبر په ۲۶مه په دغه ښار کې لاریون وکړ چې د یادې وژنې په وړاندې خپل احتجاج وښیي.
ازادۍ راډېو زیاته کړه چې په وژل شویو ملکیانو کې شپږ تنه ماشومان شامل وو؛ لږ تر لږه ۶ تنه افغانان لا تر اوسه پورې هم ورک دي.