فیروزکوه، افغانستان -- د طلوع نیوز د راپور له مخې، چارواکو تایید کړه چې د داعش اورپکو یوې ډلې د نومبر په ۴ مه د غور ولایت په فیروزکوه کې ۶ تنه ملکي کسان وتښتول.
د غور د والي ویاند عبدالحۍ خطیبي وویل، اورپکو یرغمل نیول شوي کسان یوه نامعلوم ځای ته بوولي دي.
دغه تښتونه هغه وخت پېښه شوه چې ولسمشر اشرف غني غور ولایت ته د دې لپاره لاړ چې د هغو ۳۰ څخه زیات ملکي کسانو کورنیو له تسلي ورکړي چې داعش د اکتوبر په ۳۰ مه تښتولي او وژلي ول.