۵ هېوادونو موافقه وکړه چې د لاجوردو د لارې پروژه پيل کړي

د سټاف راپور

کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نومبر په ۱۷مه په یوه خبرپاڼه کې وویل، افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان، ګورجستان او ترکیې په وروستیو وختونو کې موافقه وکړه چې د لاجوردو لاره جوړه کړي. دا د نړۍ د ټرانزیټ او سوداګرۍ یو دهلېز دی چې له دغو هېوادونو څخه تېرېږي.

دغه وزارت وویل، د پنځو واړو هېوادونو چارواکو د نومبر په ۱۶مه په باکو کې یوه مسوده نهایي کړه چې په نژدې راتلونکي وخت کې به د جیګپوړو چارواکو له خوا لاسلیک شي.

د بهرنیو چارو وزارت وویل چې پلان شوې لاره به د افغانستان او د مدیترانې او تور سمندرونو تر منځ تر ټولو لنډه لاره وي، او زیاته یې کړه چې دا به د افغانستان او نورو هېوادونو لپاره د انتقال قېمتونه او وختونه په فوق العاده توګه راکم کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500