جاپان له افغانستان سره د پولیو واکسینونو لپاره له ۱۲ میلیونه ډالرو څخه د ډېرو ژمنه وکړه

د سټاف راپور

کابل -- پژواک خبري اژانس راپور ورکړ چې جاپان د سه شنبې په ورځ (د ډسمبر ۱۳مه) له افغانستان سره د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د مرستې کولو لپاره د ۱۲.۴ میلیونه ډالرو (۸۲۵.۶ میلیونه افغانیو) د ورکړې ژمنه وکړه.

دا مبلغ په هغو ۷۵ میلیونه ډالرو (۵ بیلیونه افغانیو) دپاسه دی چې جاپان له ۲۰۱۰ کال راهیسې د پولیو د له منځه وړلو د نوښت او د معافیت د پروګرام د پراختیا د حمایې لپاره وړاندې کړي دي.

د جاپان سفیر میتسوجي سوزوکا او د یونیسېف استازې ادیل خضر دغه ۱۲ میاشتنی تړون په کابل کې لاسلیک کړ.

خضر په مراسمو کې وویل، «په افغانستان کې د پولیو پېښې په ۲۰۱۵ کال کې له ۲۰ څخه سږ کال ۱۲ پېښو ته راکمې شوې دي.»

افغانستان، نایجیریا او پاکستان یوازني هېوادونه دي چې پولیو په کې په منظم ډول موندل کیږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500