تاشکند -- د Afghanistan.ru د دوشنبې د ورځې (د ډسمبر ۱۲مه) د راپور له مخې، د خپلواکوهمګټوهېوادونو سازمان (CIS) لپاره د ولسمشر غني ځانګړي استازي شاکر کارګر په وروستیو وختونو کې اریانا تلوېزیون ته وویل چې ګاونډی هېواد ازبکستان پلان لري چې د افغانستان د زېربنا په پروژو کې پانګونه وکړي.
هغه وویل چې پلان شوې پانګونې به د برېښنا، کرنې، تېلو، ګازو او نورو سرچینو د را اېستلو په برخو کې وي. هغه زیاته کړه، دغه پانګونې به د افغانانو لپاره په زرګونو وظیفې برابرې کړي.