امنیت

د افغان سوداګرو تښتونې او وژنې د طالبانو امنیتي ناکامۍ په ګوته کوي

د خسرو راپور

طالب جنګیالي د لړم په ۱۲مه له یوه برید څخه چې داعش یې پړه پر غاړه واخیسته، یوه ورځ وروسته، په کابل کې د سردار داودخان پوځي روغتون په یوه دخولي دروازه کې په پيره ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

طالب جنګیالي د لړم په ۱۲مه له یوه برید څخه چې داعش یې پړه پر غاړه واخیسته، یوه ورځ وروسته، په کابل کې د سردار داودخان پوځي روغتون په یوه دخولي دروازه کې په پيره ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل – د افغانستان د سوداګرو ټولنه د خپلو غړو په وژنو او تښتونو کې د وروستي زیاتوالي پړه د طالبانو له خوا افغانانو ته د امنیت او خوندیتوب په برابرولو کې په ناکامۍ باندې ور اچوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه (ای سي سي آی) وایي، د طالبانو له خوا د زمري په میاشت کې د واک ترلاسه کولو راهیسې تر ۴۰ پورې سوداګر او پانګوونکي یا وژل شوي او یا هم تښتول شوي دي.‌

په کابل کې د اقتصادي چارو یوه شنونکي صیام پسرلي وویل، «موږ تمه لرله چې طالبان به د افغان سوداګرو او پانګوونکیو امنیت خوندي کړي.»

هغه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې (ای سي سي آی) وروستیو ارقامو ته په اشارې وویل، «خو موږ وینو چې د تښتونو او وژنو د شمېراو په هېواد کې د نا امنۍ په زیاتېدلو سره، دغه تمایل مخالف لوري ته روان دی.»

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې (ای سي سي آی) مرستیال خان جان الکوزي وویل، «د تښتونو د شمېر زیاتوالی د ډېرو سوداګرو او پانګوونکیو لپاره، په ځانګړې توګه له دې امله چې ځینې تښتول شوي کسان وژل شوي دي، په یوه غټه اندېښنه باندې اوښتی دی.»

الکوزي وویل، په وروستیو کې په کابل کې څلور تنه سوداګر وژل شوي، خو په دې هکله یې جزیات ور نه کړل چې آیا هغوی د تښتول کېدلو د ناوړو هڅو په ترڅ کې که له تښتول کېدلو څخه وروسته مړه شوي دي.

هغه وویل، طالبان باید د سوداګرو د خوندیتوب د ډاډمنولو لپاره جدي اوعاجل ګامونه واخلي.‌

یوه افغان سوداګر چې وچه مېوه صادروي د نوم نه ښودلو په شرط سلام ټایمز ته وویل، امنیتي وضعیت په دوامداره توګه خراب شوی او ټول سوداګر د خپل خوندیتوب په هکله اندېښمن دي.‌

دغه سوداګر وویل، «وروسته له هغه چې په لسګونو سوداګر یا وتښتول شول یا ووژل شول، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او څو سوداګرو په ګډه سره زړه غټ کړ او خپلې اندېښنې یې له طالبانو سره شریکې کړې، او هغوی ژمنه وکړه چې سوداګرو ته بیا شخصي ساتونکي ورکړي.»

د وچې مېوې یوه بل صادروونکي وویل، طالبان نشي کولی چې افغان عوامو او سوداګرو ته امنیت برابر کړي ځکه هغوی داسې مسلکي کسان نه لري چې یو هر اړخیز امنیتي پلان جوړ او تطبیق کړي.

هغه د نوم نه ښودلو په شرط سلا ټایمز ته وویل، «طالبانو په غیرمسؤلانه توګه د سوداګرو ساتونکي منحل او بې وسلې کړل. اوس چې هغوی پوه شوي چې نشي کولی امنیت برابر کړي، پرېکړه یې کړې ترڅو ځینو سوداګرو ته وسلې بېرته ورکړي.»

د امنیتي وضعیت د خرابېدلو په غبرګون کې،‌ طالبانو د ځینو سوداګرو لپاره په وسلو باندې بندیز بېرته واخیست، خو د ټولو لپاره یې دا کار ونه کړ.

هغه وویل، «له بده مرغه چې، د طالبانو نظام غوسه پاروونکی دی. هغوی په دې کې ناکام شوي چې خپل وسله وال ځواکونه بیا منظم کړي څو خلکو، سوداګرو او د فابریکو مالکانو ته امنیت برابر کړي.»

هغه زیاته کړه، «طالبان د قدرت له ترلاسه کولو راهیسې نه دي توانېدلي چې کوم امنیتي پلان وړاندې کړي.»

خطرناکې پایلې

په کابل کې د اقتصادي چارو یوه شنونکي عبادالله درمان وویل، که طالبان د سوداګرو د خوندي کولو لپاره جدي ګامونه وانه خلي، کېدی شي چې موجود شرایط د هېواد لپاره خطرناکې پایلې رامنځته کړي.

هغه وویل، «د سوداګرو د تښتونو زیاتېدونکی شمېر... کولی شي سوداګر مجبور کړي چې هېواد پرېږدي او په بل ځای کې پانګونه وکړي چې دا به ملت لپاره تر ټولو ډېرې منفي پایلې ولري.»

د اقتصادي چارو شنونکي پسرلي وویل چې د ناامنۍ جریان او عوامو ته د خوندیتوب برابرولو کې د طالب چارواکو غفلت کولی شي چې سوداګرو ته یواځې له افغانستان څخه د خپلو پیسو د اېستلو لاره پرېږدي.

هغه وویل، «افغانستان اوس په یوه څلورلارې ولاړ دی... موږ د مغزونو او پانګې دواړو له تېښتې سره مخامخ یو.»

پسرلي زیاته کړه، «طالبان له یوې جدي ننګونې سره مخامخ دي.‌ هغوی باید خلکو ته غوږ ونیسي، د هغوی ستونزې حل کړي او سوداګرو ته امنیت برابر کړي. که هغوی په دې برخو کې ناکام شي، هغوی نشي کولی چې له شپږو میاشتو څخه ډېر دوام وکړي.»

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د څلورم کال محصل خلیل احمد معنوي وویل چې افغانستان له یوه جدي اقتصادي بحران سره مخامخ دی او د طالبانو له خوا د غفت دوام کولی شي چې د ډېرو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

هغه وویل، «جګړې او د ټاکنو ترسره کولو څخه بغیر د ځواک له لارې په حکومت کې بدلون ډېر سوداګر پارولي ترڅو له خپلې پانګې سره له هېواد څخه وځي.»

معنوي زیاته کړه، «د موجودو امنیتي خطرونو په هکله له پوهېدلو سره سره، ځینې سوداګر پاتې شوي او فعالیت ته یې دوام ورکړی، چې موږ باید د هغوی د دغې زړورتیا درناوی وکړو.»

هغه زیاته کړه، «له بده مرغه چې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د یوه منظم چاپېریال د برابرولو پرځای، طالبانو د سوداګرو ساتونکي بې وسلې کړل او په دې کې ناکام شول چې هغوی ته خوندیتوب او امنیت برابر کړي.»

معنوي وویل چې سوداګرو د افغاني تولیداتو صدور ته لاره هواره کړې او په ټول هېواد کې یې په سلګونو کاري فرصتونه برابر کړي، او د هغوی د عملیاتو پای ته رسېدل کولی شي چې د بې کارۍ اندازه زیاته کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په هغو هېوادونو کې چې امنیت یې تامین شوی، اوسیدونکي یې ښه اقتصادي حالت لري او ښارونه یې په پټو کمرو سمبال دي؛ خو بیا هم هلته جنایي پیښې رامنځته کیږي. په افغانستان کې خلک له مختلفو وسلو سره پوره اشنا دي او قوي اقتصاد نه لري. افغانان په آسانۍ سره یوه ګوله ډوډۍ هم نه شي موندلی، خو بیا هم د جنايي جرمونو کچه د نورو هیوادونو په پرتله نسبتاً کمه ده. په درناوي، مزمل

ځواب ورکړئ