هرات -- طلوع نیوز د سې شنبې په ورځ /د مارچ ۷مه/ راپور ورکړ چې په هرات کې د ښوونځي نجونو د کمپیوټر او موبایل فون ۱۳ داسې پروګرامونه جوړ کړي چې سیلانیانو او ورتلونکو خلکو ته ګټه ور رسوي.
د ښوونځي د نجونو یوې استازې زینب امیني وویل، د دغه سافټ ویر هدف دا دی چې له سیلانیانو او ځایي خلکو سره د هوټلونو، روغتونونو، کتابتونونو او لرغونو ساحو په موندلو کې مرسته وکړي. د هغوی له پروګرامونو څخه یو د سافټ ویر د یوې نړیوالې سیالۍ د اسیایي څانګې لپاره نومول شوی دی.
د هرات د ښوونځي د نجونو د ټیم یوې غړې، فرخندې رمضاني، وویل چې دغه پروګرامونه به په هرات کې له سیلانیانو سره د وخت او پيسو په سپمولو کې مرسته وکړي.
د هغوی د پروګرامونو له ډلې څخه د یوه نوم ټورېسټ سافټ ویر دی چې له مسافرینو سره مرسته کوي چې په دغه ولایت کې په هر ځای کې د سیل ځایونه او ساحې ومومي.