کابل -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ / د مارچ ۱۴مه/ د والي د ویاند جېلاني فرهاد له قوله راپور ورکړ چې، طالب اورپکو د دوشنبې په ورځ /د مارچ ۱۳مه/ د هرات ولایت په اوبې ولسوالۍ کې په غلا د یوه تورن کس لاس او پښه پرې کړل.
فرهاد وویل، طالبانو دغه سړی یوه میاشت مخکې نیولی وو او اوس یې د غلا په تور په یوه پرانستې محکمه کې چې د طالبانو له خوا جوړه شوې وه محاکمه کړ.