کابل -- د افغانستان درې جیګپوړو امنیتي چارواکو د دوشنبې په ورځ / د مارچ ۲۷مه/ په ولسي جرګه کې د اعتماد رایې وګټلې.
ولسي جرګې د دفاع وزیر عبدالله حبیبي، د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد او د ملي امنیت ریاست رییس معصوم ستانکزی د دې لپاره احضار کړل چې په کابل کې د مارچ په ۸ مه په یوه نظامي روغتون د حملې په شمول چې له ۵۰ څخه ډېر کسان یې ووژل، د بېلابېلو ترهګریزو پېښو په هکله توضیحات ورکړي.
حبیبي ۱۰۶، جاهد ۱۲۰ او ستانکزي ۱۲۹ د اعتماد رایې ترلاسه کړې. ولسي جرګه ۲۴۹ غړي لري.