ولسمشرغني په نیمروز کې د کمال خان بند پرانسته وکړه

د سټاف راپور

نیمروز -- طلوع نیوز راپور ورکړ چې،‌ افغان ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په ورځ / د اپریل ۲۰مه/ د نیمروز ولایت په چاربرک ولسوالۍ کې د کمال خان بند د پروژې د درېیم فېز پرانسته وکړه،‌ او ویې ویل نوموړی هیله لري چې دغه بند به ځایي اقتصاد پیاوړی کړي.‌

د اوبو او انرژۍ د چارو وزیر علي احمد عثماني په دغو مراسمو کې وویل چې،‌ دا بند به له ۸۰ زره هکتاره څخه ډېره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي او د ځایي خلکو لپاره به کاري فرصتونه رامنځته کړي.‌

نوموړي زیاته کړه چې،‌ مقامات د اوبو د مدیریت په یوه څلور کلن پلان باندې هم کار کوي چې اوبه ذخیره کړي او د ضیاع مخه یې ونیسي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500