کابل -- افغان رسنیو راپور ورکړ، چې په فراه ولایت کې پولیسو د پنجشنبې په ورځ / د جون ۲۹ مه/ ناوخته په شېب کوه ولسوالۍ کې د پولیسو په یوه پوسته په جګړه کې ۵ طالب اورپکي ووژل.
د فراه د پولیسو په وینا، په دې جګړه کې لږ تر له ۶ تنه پولیس افسران ووژل شول.
د خامه پرېس د راپور له مخې، د لوګر ولایت د رسنیو دفتر وویل، چې د دغه ولایت په خوشي ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو یوه افسر د چارشنبې په ورځ / د جون ۲۸ مه/ یو اورپکی، چې غوښتل یې افسر وتښتوي، په ډزو وواژه. اورپکي موټر چلاوه او په موټر کې ورسره نور داسې کسان ناست ول چې فکر کېده چې تښتونکي دي.