تخار -- طلوع نیوز د چارشنبې په ورځ /د نومبر ۲۹ مه/ د افغانستان د ملي امنیت د ادارې له قوله راپور ورکړ، چې د هغوی کارمندانو د طالبانو یو مهم مشر په تخار ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې ونیو.
د ملي امنیت ریاست د چارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې قاري عبدالرحیم چې په نمک آب ولسوالۍ کې د طالبانو مشر پیژندل شوی، په تالقان ښار کې د طالبانو له یوه بل جنګیالي سره یوځای ونیول شو.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې توقیف شوي مشر په دغه ولایت کې د احتمالي ترهګریزو بریدونو لپاره د وسلو او چاودېدونکیو توکو د برابرولو په شمول، په ګڼو ترهګریزو فعالیتونو کې په خپله ښکېلتیا اعتراف کړی دی.