امنیتي ځواکونو په لوګر کې ۱۱ چیچنیایان ونیول

سلام ټایمز

لوګر -- طلوع نیوز د پنجشنبې په ورځ /د نومبر ۳۰ مه/ راپور ورکړ، چې افغان امنیتي ځواکونو په لوګر ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه چیچنیایي اتباع ونیول.‌

د لوګر والي په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې دغه چیچنیایان د چارشنبې په ورځ /د نومبر ۲۹ مه/ په ازره ولسوالۍ کې ونیول شول.‌

د خبرپاڼې په اساس،‌ عسکرو له دغو خارجیانو څخه دوه راکټونه، دوه کلاشینکوفونه، یو موټرسایکل او یوه موټر ونیول.‌

په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کسان د ګاونډي ولایت ننګرهار له خوګیاڼو او حصارک ولسوالیو څخه، چې داعش په کې فعال دی، راغلي دي.‌

په دې هکله نور جزیات نه دي ورکړل شوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500