امنیتي ځواکونو په میدان وردک کې د طالبانو د وسلو ډیپو کشف کړه

سلام ټایمز

میدان وردک -- خامه پرېس د دوشنبې په ورځ /د جنورۍ ۱/ راپور ورکړ، چې افغان ځواکونو په میدان وردک ولایت کې د طالبانو د وسلو یوه لویه ډیپو کشف کړه.

د ولایت امنیه قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې وویل، عسکرو دغه ډیپو په سیداباد ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې وموندله.‌

د ولایت د امنیه قوماندان جنرال فهیم قایم په وینا، اورپکو پلان درلود چې دغه وسلې په دې ولایت کې د یو لړ بریدونو د ترسره کولو لپاره وکاروي.‌

په ډیپو کې د توپ د مرمیو په څېر درانه مهمات شامل ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500