مزارشریف -- چارواکو د شنبې په ورځ /د اپریل ۷ مه/ وویل، یوه هوایي برید د جمعې په ورځ /د اپریل ۶ مه/ په افغانستان کې د داعش د ترهګرې ډلې یو جیګپوړی قوماندان وواژه.
قاري حکمت په جوزجان ولایت کې د داعش د افغان څانګې سر قوماندان وو.دې ډلې په ننګرهار ولایت کې له سخت فشار سره له مخامخ کېدلو څخه وروسته په دغه ولایت کې خپل مرکز جوړ کړ.
د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل،حکمت په درزاب ولسوالۍ کې ووژل شو.په اعلامیه کې راغلي چې نوموړی د افغانستان په شمال کې د داعش لپاره «یو له مهمو څېرو څخه» وو.
وزارت زیاته کړې، چې هغه د «مرګانیو ترهګریزو بریدونو» مسؤل وو، او له هغه څخه وروسته مولوي حبیب الرحمان د هغه ځای نیولی دی.
والي لطف الله عزیزي تایید کړه چې حکمت وژل شوی خو ویې ویل چې دغه هوایي برید د ایتلاف ځواکونو ترسره کړی دی.
د جوزجان ولایت امنیه قوماندان فقیرمحمد جوزجاني وویل، د حکمت مړینه په شمال کې د داعش لپاره «یوه غټه ضربه» وه، او زیاته یې کړه چې «نوموړی د افغانستان په شمال کې د داعش مؤسس وو او جنګیالي یې استخدام کړي ول».