کابل -- د ولسمشر ماڼۍ په یوه اعلامیه کې وویل، چې ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۱۳ مه/ د کمپیوټري تذکرو د وېش پرانسته وکړه.
لومړۍ مېرمنې رولا غني او ولسمشر په کابل کې د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې یو ځای خپلې تذکرې ترلاسه کړې.
غني یادونه وکړه چې دغه وېش په کابل کې له وروستیو ترهګریزو بریدونو سره سره ترسره کیږي.
غني په کابل کې یوه برید ته په اشارې، چې د ۹ ژورنالستانو په شمول لږ تر لږه ۲۵ کسان یې ووژل، وویل،«ډېر احتمال شته چې د غوایي د ۱۰ مې ځانمرګي بمي بریدګر به یوه جعلي تذکره لرله،»د برید مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست.
هغه وویل، «له دې امله، د افغانانو امنیت زما لپاره مهم دی... مونږ باید پوه شو چې څوک افغان دی، او بایومتریک کولی شي وښیي چې یو شخص د کوم ځای دی او شالید یې څنګه دی،»
ښه کار. ډېره مننه اشرف غني.
ځواب ورکړئ1 تبصره