د طالبانو لوی مشر د اختر له اوربند څخه وروسته په جیګپوړو مشرانو کې تغیر او تبدیل راوست

سلام ټایمز

کندهار -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۹ مه/ د یوه افغان چارواکي له قوله راپور ورکړ، چې د طالبانو لوی مشر له حکومت سره له درې ورځني اوربند څخه وروسته د دغې ډلې د اطلاعاتو او کلتور مشر امیرخان متقي له خپل پست څخه لیرې کړی دی.

طالبانو خپل اوربندچې د غبرګولي په ۲۵ - ۲۷ مه وو،‌ اوږد نه کړ.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وویل، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده له طالبانو سره د معلوماتو د شریکولو په برخه کې د پاتې راتللو له امله امیرخان متقي له کاره ګوښه کړ.‌

متقي ته بله وظیفه ورکړل شوه. رازق وویل، چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د هغه پرځای مقرر شو.‌

طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500