د امریکا د باندنیو چارو وزیر په ناڅاپي سفر کابل ته سفر وکړ

ای اېف پي

کابل -- په جنګ ځپلي هېواد کې د سولې لپاره د تازه هیلو په ترڅ کې، یوه افغان چارواکي وویل، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۸ مه/ په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغی.

چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط کابل ته د پومپیو را رسېدا تایید کړه. دا د وري په میاشت کې د امریکا د جیګپوړي دپلومات په توګه د هغه له سوګند پورته کولو راهیسې افغانستان ته د هغه لومړنی سفر دی.

پامپیو له ولسمشر اشرف غني سره د دوشنبې په مازدیګر په یو ګډ خبري غونډه کې خبرې وکړې.

دغه سفر تېره میاشت د اختر په مناسبت په بې سابقې سفر پسې وروسته ترسره کیږي چې په ترڅ کې یې افغان امنیتي ځواکونو او طالب اورپکو په ګډه په لارو او کوڅو کې خوشحالۍ ولمانځلې.

پومپیو د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته په یوه دپلوماتیک ماموریت راوتلی چې وروسته به هغه بروسلز ته لاړ شي او د چنګاښ په ۲۰ - ۲۱ مه به د ناټو په یوه مهمه غونډه کې برخه واخلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500