د ملي امنیت د ریاست ځواکونو په ننګرهار کې د داعش په مهم پټنځای برید وکړ

سلام ټایمز

جلال اباد -- خامه پرېس د جمعې په ورځ /د وږي ۲ مه/ د ولایتي ادارې د یوې اعلامیې په اساس راپور ورکړ، چې د ملي امنیت د ریاست ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش د خراسان څانګې په یوه مهم پټنځای برید وکړ.‌

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه برید د چارشنبې په ورځ /د زمري ۳۱ مه/ په چپرهار ولسوالۍ کې وشو، او زیاتوي چې د ملي امنیت ادارې د داعش لږ تر لږه یو غړی وواژه او دوه نور یې ونیول.‌

د اعلامیې په اساس، داعش له دغه ځای څخه په جلال اباد د بریدونو ترسره کولو لپاره استفاده کوله.

د ملي امنیت ریاست شپږ نور مشکوک کسان، چې له داعش سره په اړیکو لرلو تورن شوي، ونیول.‌

سربېره پر دې، د دفاع وزارت د جمعې په ورځ د هغو هوایي بریدونو په هکله ټویټ وکړ چې د داعش د خراسان څانګې غړي یې ووژل. د داعش پنځه غړي د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ووژل شول، او دوه نور یې د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې ووژل شول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډیر ښه

ځواب ورکړئ