کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ، چې د ایتلاف یوه هوایي برید د سې شنبې په ورځ /د وږي ۶ مه/ په کاپیسا ولایت کې د الاسای ولسوالۍ تش په نامه ولسوال وواژه.
ځایي چارواکو تایید کړه، چې دغه هوایي برید قاصر یوسف او دوه نور اورپکي ووژل او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړل.
طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.