هلمند -- د هلمند ولایت د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، چې په یوه موټر کې شوې چاودنې د پنجشنبې په ورځ /د وږي ۲۲مه/ لږ تر لږه درې ملکي کسان ټپیان کړل.
د پنجشنبې د ورځې په اعلامیه کې راغلي، چې دغه پېښه په لښکرګاه کې د سولې څلورلارې سره نژدې وشوه. چارواکو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي چې چاودنه له څه نه رامنځته شوه.
د اعلامیې په اساس، محلي مقاماتو د پېښې څېړنې پیل کړي دي.
تر اوسه پورې هېڅ ډلې د پېښې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.