غزني -- د ولسمشر غني دفتر د پنجشنبې په ورځ /د تلې ۵ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې نوموړی د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا غزني ولایت ته لاړ چې په دغه ولایت کې د امنیتي حالاتو بیاکتنه وکړي.
غني د زمري په ۲۶مه وروسته له هغه غزني ته سفر وکړ چې طالبانو د غزني ښار په مرکز برید وکړ، او د لنډ وخت لپاره یې د ښار د ځینې برخو کنټرول په لاس کې واخیست.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه ولایت ته د هغه د وروستي سفر پر وخت لومړۍ مېرمن رولا غني هم د هغه د سفر ملګرې وه.
ای اېف پي راپور ورکړ، چې په ورته وخت کې، درې راکټونه د پنجشنبې په ورځ هغه وخت په غزني ښار پرېوتل چې غني له محلي چارواکو سره د امنیتي وضعې په هکله خبرې اترې کولې.
د ولایت د امنیه قوماندانۍ مرستیال رمضان علي محسني ای اېف پي ته وویل، هیڅوک هم ونه وژل شو او نه ټپي شو.
د ولسمشر ویاند، هارون چخانسوري، د غني د غونډې ځای ته په اشارې وویل، «هغه د والي له دفتر څخه لیرې وو،»
سمدلاسه هیچا د دغه برید مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.