فراه -- اریانا نیوز د پنجشنبې په ورځ /د تلې ۲۲مه/ راپور ورکړ چې د ایتلاف یوه هوایي برید د فراه ولایت د فراه ښار په شیخان کارېز سیمه کې لږ تر لږه ۲۰ تنه اورپکي ووژل.
د فراه د والي ویاند محب الله محب وویل چې په وژل شویو کې د مولوي عبدالعزیز په نامه د طالبانو یو جیګپوړی قوماندان هم شامل دی.
طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.
د لیندۍ په ۳ مه،په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت او د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال اسټین سکاټ مېلر،فراه ته لاړ، له ځایي امنیتي مشرانو سره یې غونډه وکړه، او دا یې تکرار کړه چې ایتلافي ځواکونه به د اورپکو پر ضد جګړه کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.