امنیت

د طالبانو له منځه وړلو څخه وروسته فراه ښار ته سوله راستنه شوه

د عمر راپور

د فراه ولایت د فراه ښار د نیولو لپاره د طالبانو له ګڼو ناکامو هڅو څخه وروسته -- چې وروستۍ یې د روان کال په لومړیو کې وشوې -- اوسېدونکي اوس سولې او امنیت ته خوښ دي. [حفیظ الله نورزاد]

هرات -- د فراه ښار اوسېدونکي د طالبانو له خوا د روان کال له وري څخه تر وږي پورې د دغه ښار د نیولو لپاره له ګڼو ناکامو هڅو څخه وروسته اوس له سولې او امنیت څخه خوند اخلي.‌

د اورپکو له خوا په تر ټولو وروستۍ هڅه کې چې د وږي په ۱۵مه یې وکړه، طالبان مجبور شول چې د امنیتي ځواکونو په لاس د سختو تلفاتو له ور رسېدلو څخه وروسته وځي.

د فراه ښار یوه اوسېدونکي شکېب احمدي وویل، «دوه میاشتې مخکې، په فراه ښار کې هره ورځ جګړه وه چې طالبانو به امنیتي ځواکونه او ملکي خلک وژل. مونږ نشوای کولی چې د شپې د ډار او ډزو له امله خوب وکړو،‌ خو اوس ارامي ده او مونږ هېڅ وارخطایي نه لرو.»

د فراه ښار یوه بل اوسېدونکي عبدالستار مجیدي وویل، «په فراه ښار کې د پخوا په نسبت امنیت ښه شوی دی.‌ پخوا جنګونه او وژنې ول، خو اوس وضعیت بهتر شوی دی.»

په دې عکس کې د فراه ښار بازار د لړم په ۲۴مه ښودل شوی دی. [له حفیظ الله نورزاد څخه په مننه]

په دې عکس کې د فراه ښار بازار د لړم په ۲۴مه ښودل شوی دی. [له حفیظ الله نورزاد څخه په مننه]

مجیدي وویل، «پخوا، طالبان حتی د ښار په عمده ځایونو کې موجود ول،‌ او د تلاشۍ پوستې یې لرلې چې کارکوونکو ته یې د ازاد تګ راتګ اجازه نه ورکوله، خو اوس ښار د شپې او ورځې له مخې خوندي دی.»

هغه وویل، د تېرو درې میاشتو په ترڅ کې، ډېر اوسېدونکي د طالبانو له وېرې نورو ولایتونو لکه هرات او نیمروز ته وتښتېدل،‌ خو اوس هغوی فراه ښار ته بېرته راستانه شوي او خپل عادي ژوند یې بېرته پيل کړی دی.

په فراه ښار کې یوه محلي خبریال حمیدالله حمیدي وویل، «دوه میاشتې مخکې طالبان د فراه ښار د پولیسو په حوزو کې موجود وو او هره ورځ یې په امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو باندې بریدوته ترسره کول. د شپې له مخې،‌ طالبانو د ښار په یو شمېر برخو کې د تلاشۍ پوستې لرلې چې هلته به یې موټرونه تلاشي کول.»

هغه وویل، په ښار کې له تېرو دوه میاشتو راهیسې امنیت د ښه کېدلو خوا ته روان دی چې په ترڅ کې یې طالبانو هېڅ بریدونه یا جنګونه نه دي کړي.‌

طالبانو ته درانه تلفات

د تېرو دوه میاشتو په ترڅ کې، افغان او نړۍ والو ځواکونو په دغه ولایت کې د ګڼ شمېر قوماندانانو په شمول خواوشا ۱۰۰ تنه اورپکي وژلي دي.‌

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب وویل، «افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وتوانېدل چې د هېواد د ۲۰ ولایتونو لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون د مشر، د استخباراتو د مسؤل او د اناردرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د تش په نامه ولسوال په شمول ۹۵ تنه طالب ترهګر له منځه وېسي.»

هغه زیاته کړه، امنیتي او دفاعي ځواکونو په عین موده کې په دغه ولایت کې ۱۲ تنه طالب جنګیالي نیولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي.

هغه وویل، «له طالبانو څخه ډېرې سیمې پاکې شوي دي.‌ په دغو سیمو کې قلعه زمان،‌ ریګي،‌ مهاجرین، ګورجي، باغ پول،‌ ګینه خان،‌ شېپل کوه، سلطان میر اغا،‌ ده یک او د پشت رود ولسوالۍ برخې شامل دي.»

محب وویل، طالبانو د داسې ماینونو کرلو ته مخه کړې چې د امنیتي ځواکونو پر ضد د جګړې کولو پر ځای د بې ګناه ملکي خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

هغه زیاته کړه، په تېرو دوه میاشتو کې، «امنیتي ځواکونو د فراه ولایت په بېلابېلو برخو کې ۱۱۶ ماینونه کشف او شنډ‌ کړي دي.»

محب زیاته کړه،‌«د دې لپاره چې فراه ښار ته د دښمن د ننوتلو مخه ونیول شي، مونږ د ښار په لمنو کې د تلاشۍ د نورو پوستو په جوړولو سره امنیتي حلقه کلکه کړې ده.‌ عسکر به ژر د فراه ولایت په ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي.»

د فراه د والي ویاند غلام فاروق بارکزي وویل،‌ طالبان نور دا وړتیا نه لري چې په فراه ښار او د دغه ولایت د ولسوالیو په مرکزونو باندې بریدونه ترسره کړي.

امنیت ته ژمنتیاوې

د فراه ولایت د ملي امنیت رییس جنرال صمد شمس وویل، «زه د فراه ولایت په سوداګرو او پانګوونکیو باندې غږ کوم چې له فراه څخه خپل مرکزونه بلې خوا ته وېنسي. زه د امنیتي ادارو په استازیتوب د فراه اوسېدونکیو ته اطمینان ورکوم چې طالبان دومره زړور نه دي چې فراه ته بیا را نژدې شي ځکه چې هغوی ته داسې ماتې ورکول شوې چې د جګړې وړتیا یې له لاسه ورکړې ده.»

شمس زیاته کړه، «د فراه اوسېدونکیو سوداګري او بیارغونه بیا پیل کړي دي، ماشومان په خوندي ډول ښوونځیو ته ځي او په ښار کې تجارتي راکړې ورکړې غوړېدلي دي. مونږ اوسېدونکيو ته یو ځل بیا اطمینان ورکوو چې ترهګر نشي کولی چې نور د هغوی امنیت وننګوي.»

د فراه د ولایتي شورا یوه غړي دادالله قانع وویل، «وروسته له هغه چې د فراه په امنیتي سکټور کې نوې ګومارنې وشوې، او د فراه نویو جنرالانو -- د فراه د مشرانو او ملکي خلکو په غوښتنه -- خپل کار پیل کړ، مونږ په امنیت کې پرمختګ وینو.»

هغه هغو مقرریو ته اشاره کوله چې د وږي په ۲۳مه وشوې او په ترڅ کې یې جنرال فضل احمد سروري د فراه د امنیه قوماندان او جنرال شمس د فراه د ملي امنیت ریاست د رییس په توګه مقرر شول.

هغه زیاته کړه، «مونږ غواړو چې امنیت له فراه ښار څخه په ولسوالیو کې کلیو ته پراخ کړو چې ملکي خلک وکولی شي چې خپل عادي ژوند بیا پیل کړي. مونږ غواړو چې د طالبانو پر ضد هوایي او ځمکني عملیات ترسره شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500