د خوست په بمي چاودنه کې ۲ ملکي کسان ووژل شول

سلام ټایمز

ګردېز -- د افغان ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې یوه بم د سې شنبې په ورځ /د مرغومي ۱۸مه/ د خوست ولایت په مرکز خوست ښار کې لږ تر لږه ۲ تنه افغانان ووژل او ۲۲ نور ملکي کسان یې ټپیان کړل.

اعلامیه د نورو جزیاتو له ورکولو څخه پرته وایي، چې ترهګرو چاودېدونکي مواد، چې په یوه موټرسایکل کې یې ځای پرځای کړي ول، په سپین جومات سیمه کې وچول.

د طالبانو په شمول د ترهګرو هېڅ ډلې د پېښې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

دا کار یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې یوه د سړک د غاړې بم د دوشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۷مه/ د پکتیکا ولایت په جانیخېل ولسوالۍ کې له یوه مارکېټ سره نژدې لږ تر لږه ۸ ملکي کسان ووژل او ۱۲ نور یې ټپیان کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500