افغان ځواکونو په هلمند کې په یوه شنډ شوي برید کې ۲۰ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

کندهار -- د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو د جمعې په ورځ /د کب ۱۰مه/ لږ تر لږه ۲۰ تنه اورپکي وروسته له هغه ووژل چې هغوی په هلمند ولایت کې په یوه پوځي مرکز د برید هڅه وکړه.‌

د شنبې د ورځې /د کب ۱۱مې/ په اعلامیه کې راغلي چې په دې څو ساعته نښته کې لږ تر لږه ۲۳ تنه افغان سرتېري ووژل شول.‌

د ای اېف پي د راپور په اساس، د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د مړینو شمېر تایید کړ او زیاته یې کړه چې طالبانو لږ تر لږه ۷ تنه ځانمرګي بمي بریدګر توظیف کړي ول چې د جنګ په ترڅ‌ کې ووژل شول.‌

په اعلامیه کې زیاته شوې چې لږ تر لږه ۱۶ تنه افغان امنیتي منسوبین ټپیان شول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500