افغان ځواکونو په فراه کې د طالبانو د برید په شا تمبولو پر وخت ۲۳ تنه اورپکي ووژل

سلام ټایمز

فراه -- اریانا نیوز د چارشنبې په ورځ /د کب ۲۹مه/ د یوه افغان پوځي چارواکي له قوله راپور ورکړ چې افغان ځواکونو د سې شنبې په ورځ /د کب ۲۸مه/ په فراه ولایت کې د طالبانو یو برید په شا وتمباوه، او لږ تر لږه ۲۳ تنه اورپکي یې هغه وخت ووژل او ۴۴ نور ټپیان کړل چې هغوی هڅه کوله چې په یوه پوځي پوسته باندې یرغل وکړي.

د اردو د یوه قوماندان ذکریا میرزاد په وینا، له ۳۰۰ څخه ډېر طالب اورپکي وروسته له هغه په شا تګ ته مجبور شول چې په فراه ښار کې د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.

هغه زیاته کړه چې افغان ځواکونو د جګړې په ډګر کې د وژل شویو طالبانو وسلې ونیولې.

طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه تبصره نه ده کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500