'ډېر تخریب شوی دی': نېزونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۳۵ کسان ووژل

ای اېف پي

کابل -- چارواکو د شنبې په ورځ / د وري ۱۰مه/ وویل، چې د سختو بارانونو په نتیجه کې راوتلیو نېزونو یا سېلاوونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژلي، کورونه یې ویجاړ کړي او د هېواد په یو شمېر سیمو کې یې لیرې پرتو کلیو ته تللې لارې پرې کړې دي.

د افغانستان د طبیعي پېښو د مدیریت ملي ادارې ویاند حشمت بهادري وویل، سختو نېزونو چې د جمعې په ورځ /د وري ۹ مه/ وختي پیل شول، لږ تر لږه ۱۲ کسان په فاریاب او ۱۰ کسان په هرات ولایت کې ووژل.

بهادري ای اېف پي ته وویل، ۸ نور افغانان په بادغیس ولایت او پنځه په بلخ ولایت کې ووژل شول، او زیاته یې کړه چې له ۳۰۰۰ څخه ډېر کورونه ویجاړ شول.

په هرات کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس، میر ګلاب الدین میري وویل، «تخریب ډېر زیات دی. په دغه ولایت کې له ۱۲ څخه ډېرې سیمې سختې ځپل شوي، خلکو خپل کورونه له لاسه ورکړي دي. تر اوسه، مونږ وکولی شوای چې هغوی ته یوازې خواړه او کمپلې ور ورسوو،»

د افغانستان په شمال کې د افغانستان د طبیعي پېښو د مدیریت ملي ادارې یوه ویاند ای اېف پي ته وویل، «مونږ متاثر شویو کورنیو ته خپلې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ور لېږلې دي، خو د پېښې اندازه ډېره پراخه ده. مونږ لا نورې بشري مرستې ته اړتیا لرو،»

د کب په میاشت کې،‌د سختو بارانونو په نتیجه کې راوتلیو نېزونو لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل.‌دغو نېزونو په کندهار ولایت کې په زرګونو کورونه او موټران له ځان سره لاهو کړل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500