کابل -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۱۰ مه/ د ملي امنیت ریاست د یوې اعلامیې په اساس راپور ورکړ چې د ملي امنیت ریاست ځانګړیو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د یوه برید په ترڅ کې د داعش لږ تر لږه ۲۲ غړي ووژل.
راپور د دقیق وخت له یادولو څخه پرته وایي چې دغه عملیات په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ترسره شول. په وژل شویو کې د داعش ځایي قوماندانان هم شامل دي.
راپور زیاتوي چې افغان ځواکونو د دغې ترهګرې ډلې دوه سلا کوټونه هم ویجاړ کړل.