پکتیا -- د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۱۱مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې د حقاني شبکې یو جیګپوړی مشر وواژه.
اعلامیه د عملیاتو د دقیق وخت په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته وایي چې مشکوک کس د شېر زمان په نامه یاد شوی چې د محمد عمر په نامه هم مشهور وو.
په اعلامیه کې راغلي چې هغه په سید کرم ولسوالۍ کې د یادې شبکې استخباراتي چارې پرمخ بوولې.
درې نور اورپکي ټپیان شول.