فراه -- د ولایت امنیه قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې وویل چې د ایتلاف یوه هوایي برید د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۹مه/ په فراه ولایت کې د طالبانو د ډلې څلور غړي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو تش په نامه ولسوال ملا مستغفر پورې اړوند اورپکي د یوې ترلاسه شوې اطلاع په اساس وویشتل شول.
طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.