کابل -- ولسمشر اشرف غني د چارشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۹مه/ وویل چې اوس په افغانستان کې د سولې کولو لپاره «ښه وخت» دی او په طالبانو باندې یې بیا غږ وکړ چې له حکومت سره خبرې اترې ترسره کړي.
غني په کابل کې د اروپایي اتحادیې له خوا د اداري فساد پر ضد د مبارزې یوه کانفرانس کې وویل، «په تېرو ۱۸ کالو کې، د سولې، د یوې حقیقي سولې لپاره ښه وخت نه وو. نن ورځ ښه وخت دی.»
هغه وویل، که مونږ دا فرصت له لاسه ورکړو، د بایلات مسؤلیت غټ دی.»
غني تاکید وکړ چې طالبان او د هغه حکومت باید یو له بل سره خبرې اترې وکړي.
هغه وویل، «مونږ دوه جنګیالي لوري یو.»
تېره اونۍ د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره له څو ورځنیو خبرو څخه وروسته، طالبانو د یوه بین الافغاني دیالوګ لپاره له افغان استازو سره وکتل.