کابل -- طالبانو اعتراف وکړ چې په کابل کې د چارشنبې په ورځ /د زمري ۲ مه/ هغه ځانمرګی برید هغوی ترسره کړی چې یو کرویشیایي عسکر یې وواژه او دوه نور کرویشیایي سرتېري یې ټپیان کړل.
طالبانو دا مسؤلیت په یوه اعلامیه کې منلی دی.
د کرویشیا د دفاع وزیر دمیر کرستیڅېویک وویل چې د نورو دوه عسکرو ټپونه مرګاني نه ول.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ای اېف پي ته وویل چې په پېښه کې هېڅ افغان پولیس یا ملکی کس نه دی ټپي شوی. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل چې دغه چاودنه د یوه موټر بم په وسیله ترسره شوه.
کرویشیا په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت د برخې په توګه خواوشا ۱۰۰ سرتېري ګومارلي دي.
برید هغسې چې د طالبانو په اعلامیه کې یې ادعا شوې ده «د سي آی ای جاسوسان) نه دي په نښه کړي.